په ایران کې د زکام والګي‌ له امله د مړو شمیره ۱۱۰ تنو ته لوړه شوه

په ایران کې د زکام والګي‌ د لسګونو تنو نه ژوند واخیست

1331408
په ایران کې د زکام  والګي‌ له امله د مړو شمیره ۱۱۰ تنو ته لوړه شوه

په ایران کې د زکام  د والګي ناروغۍ له امله د مړو شمیره  ۱۱۰ تنو ته لوړه شوه. 

د ایران د روغتیا وزارت د انتاني  ناروغیو د څانګې  رئیس  حسین عرفانیان  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  په هیواد کې  د زکام د والګي‌ د ناروغۍ له امله په تیره یوه اوونۍ کې  ۴ تنو نورو هم ژوند د لاسه ورکړی  چې پدې ډول  د سپټمبر د میاشتې راهیسې  د مړو شمیره ۱۱۰  تنو ته  رسیدلې  ده . 

د بله پلوه  د تسنیم خبري‌ اژانس ویلي‌ دي‌ چې په تیره یوه اوونۍ کې  ۲۳۸۸ تنو د تنفسي  ناروغیو له امله روغتونونو ته مراجعه کړې ده .

همداشان  پدې  وروستیو کې  د هیواد  د ګلستان، کرمان، اهوازم ، مازنداران  او ځینو نورو ښارونو کې  د خوږ والګي‌ ناروغۍ هم  لیدل شوې ده . 


پيوندونه: #زکام , #ایران

اړوند خبرونه