د وزن كمولو آسانه او ارزانه طريقه!

هغه كسان چې د چاغوالي له امله سرټكوي او غواړي چې خپل وزن كم كړي نو دا مطلب دې ولولي.

720404
د وزن كمولو آسانه او ارزانه طريقه!

 

 

 

چاغوالى د يو زيات شمېر ناروغيو مور ده. يو زيات شمېر كسان د خپل وزن د كمولو په موخه هلې ځلې كوي خو نه بريالي كيږي. د خوراكي موادو يو تن متخصص د مينه والو لپاره ځانګړى رژيم جوړ كړى دى كه چېرې په سمه توګه عملي شي نو په دوه اونيو كې د لس كيلوګرامه وزن د كمولو وړتيا لري.

ددې رژيم تر عملي كولو وړاندې بايد د كوكاكولا او فانتا په څېر ګاز لرونكي مايعات ونه څښل شي. سربېره پر دې د خوږې او مالګې د خوړولو مقدار هم راټيټ شي.

مينه وال دې لاندې رژيم په نظر كې ونيسي

لومړۍ ورځ:

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې يو جوش كړى كچالو او دوه مڼې وخوړل شي.

ماښام دې د بارنګو، روميانو او پياز په ګډون خامه تركاري وخوړل شي.

دويمه ورځ:

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې خامه تركاري او د چرګ سپينه غوښه وخوړل شي.

ماښام دې يوه كينو يا مالټه او دوه جوش كړې هګۍ وخوړل شي.

دريمه ورځ:

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې يوه كوچنۍ كاسه ماسته يو رومي بانجان او يو جوش كړى كچالو وخوړل شي.

ماښام دې خامه تركاري او د چرګ سپينه غوښه وخوړل شي.

څلورمه ورځ:

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې يوه كوچنۍ كاسه ماسته يو رومي بانجان او يو جوش كړى كچالو وخوړل شي.

ماښام دې خامه تركاري او د چرګ سپينه غوښه وخوړل شي.

پينځمه ورځ :

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې دوه جوش كړې هګۍ او پخه شوې تركاري وخوړل شي.

ماښام دې خامه تركاري او د چرګ سپينه غوښه وخوړل شي.

شپږمه ورځ :

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې يواځې دوه مڼې يا بله ميوه وخوړل شي.

ماښام دې جرګ او پخه تركاري وخوړل شي.

اومه ورځ:

سهار دې دوه جوش كړې هګۍ او يوه كينو يا مالټه وخوړل شي.

غرمه دې خامه تركاري او د چرګ سپينه غوښه وخوړل شي.

ماښام دې يواځې پخه تركاري وخوړل شي.

دا پروګرام بايد دوه اونۍ تكرار شي او د تركارۍ د پخولو پر مهال دې زيات غوړي نه كارول كيږي.

په لومړي سر كې كيداى شي چې انسان د ولږې احساس وكړي خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره ورسره بلديږي.

 



اړوند خبرونه