د امریکا  متحده ایالتونو  د تکساس  په ایالت کې  یو ماشوم  دوه ځلې  وزیږید.

دا ماشوم دوه ځلې وزیږید

596254
د امریکا  متحده ایالتونو  د تکساس  په ایالت کې  یو ماشوم  دوه ځلې  وزیږید.

د امریکا  متحده ایالتونو  د تکساس  په ایالت کې  یو ماشوم  دوه ځلې  وزیږید.

د امریکا  د تکساس د ایالت  د لیویس ویلي په ښار کې میشتې  یوې میندوارې میرمنې  د ماشوم  د ستون فقرات  د نخاع  په برخه کې  تومور  ثبیت شو.

ډاکټرانو  نوموړې میرمنې ته  د ماشوم  د لرې کولو  یا کورتاژ کولو  وړاندیز وکړ خو میرمنې  دا وړاندیز  رد کړ.

ددې پرمختګ نه وروسته ډاکټرانو  د یو ازمایښتې عملیات یا درملنې د پیلولو پریکړه وکړه.

یادې شوې میرمنې  د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې  وویل « د ۱۶ اونیو  میندواره  وم چې د ماشوم  د وجود  د نخاع  په برخه کې   تومور  تثبیت شو . کله چې ماشوم د ۲۳ اونیو  شو  نو  تومور  د ماشوم  په قلب  فشار  زیات کړ. ډاکټرانو ویل چې دوه لارې  شتون لري. یا خو به ماشوم  لرې کوو او یا خو  باید په یو ډول  دا تومور  لرې کړو. مونږ  د تومور د لرې کولو  غوښتنه وکړه.»

« ډاکټرانو  د عملیات پریکړه وکړه. ډاکټرانو  لومړی ماشوم  د مور د رحم  نه د لرې کولو او وروسته  د تومور  د یوې برخې د پاکولو په څیر  یو ډیر ستونزمند  او خطرناکه  عملیات نه یادونه وکړه. »  ډاکټرانو  لومړی  ماشوم  د مور د رحم  نه  وویست . ماشوم  ۵۰۰ ګرامه وو. د هغه په بدن کې تومور هم  ۵۰۰ ګرامه وو.

همداشان  ډاکټرانو وویل چې  د عملیات پر مهال د ماشوم  قلب  ودرید خو  د قلب د یو تکړه  متخصص د هڅې په پایله کې بیرته په فعالیت راغی. وروسته  د ماشوم  د نخاع  د سیمې نه د تومور لویه برخه  پاکه کړې شوه.

د نوموړي عملیات  ترسره کوونکو ډاکټرانو ویلي دي چې   د ۲۰ دقیقو په دننه کې  دا عملیات  ترسره کړ. د تومور د پاکولو نه وروسته ماشوم  بیرته  د مور په رحم کې ځای په ځای کړې شو.

۱۲ اوونۍ نورې هم ماشوم  د مور په رحم کې د پاتې کیدو نه وروسته  د دویم  ځل لپاره  وزیږول شو. ماشوم  د اتو ورځو  وو  چې  یو ځل بیا د عملیات لاندې ونیول شو.  د تومور  پاتې برخه يي د وجود نه  پاکه کړې شوه.

ماشوم  اوس  د ۴ میاشتو   او ښه  صحتمند  دی. ډاکټرانو ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې یو ماشوم  دوه ځلې زیږوي. د ډاکټرانو په وینا ډیر ستونزمند او د خطر نه ډک عملیات وو خو  بریالی  تیر شو  او ماشوم  د ښه صحت خاوند  دی.


پيوندونه: #امریکا , #تکساس

اړوند خبرونه