د نړۍ په تر ټولو ښو ۱۰۰ هوټلونو كې د تركيې ۲۰ هوټلونه شامل شوي.
د نړۍ تر ټولو ښه ۱۰۰ هوټلونه چې د انټرنېټ له لارې د سيلانيانو د رايو په اساس ټاكل كيږي نومونه يې خپاره شول. ددې هوټلونه لست چې له مخې يې د خدماتو، نظافت او چاپېريال د ځانګړتياوو په اساس جوړ شوى دى تركيې د شلو هوټلونو سره لومړى مقام خپل كړ.
147240
د نړۍ په تر ټولو ښو ۱۰۰ هوټلونو كې د تركيې ۲۰ هوټلونه شامل شوي دي.
د نړۍ تر ټولو ښه ۱۰۰ هوټلونه چې د انټرنېټ له لارې د سيلانيانو د رايو په اساس ټاكل كيږي نومونه يې خپاره شول. ددې هوټلونه لست چې له مخې يې د خدماتو، نظافت او چاپېريال د ځانګړتياوو په اساس جوړ شوى دى تركيې د شلو هوټلونو سره لومړى مقام خپل كړ.
پدې لست كې د تركيې په سوېل كې د مديترانې د بحيرې پر غاړه د انتاليا د ښار نه ۱۵ هوټلونه پدې لست كې شامل شوي دي. پاتې پينځه هوټلونه هم د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې دي.
د ۲۰۱۴ كال په لست كې د تركي هوټلونو دي بري په هېواد كې د توريزم د سكتور پراختيا ته اشاره كوي.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.