ترکیې د شپې لخوا د الوتنو ظرفیت لرونکې امبولانس چورلکې ترلاسه کړ

د ترکیې د ملکي هوايي چارو په تاریخ کې لوی پرمختګ وکړ

61895
ترکیې د شپې لخوا د الوتنو ظرفیت لرونکې امبولانس چورلکې ترلاسه کړ

د ترکیې د ملکي هوايي چارو په تاریخ کې لوی پرمختګ وشو.
ترکیې د ایربس هیلیکوپټرز د شرکت نه د ۱۹ EC۱۳٥ ډوله د ترمیم او اکمالاتو د هیلیکوټرو د رانیولو سره د ملکي هوايي ځواکونو کاري ظرفیت څو برابره لوړ کړ. همداشان دا هیلیکوپټرې د شپې لخوا د لید قابلیت هم لري .
د نوو امبولانس هیلیکوپټرو سره د شپې لخوا هم د خدماتو ورکول د امکان وړ شول.
د یادولو وړ ده چې ترکیه د امریکا، جرمني او فنلند نه وروسته څلورم هیواد شو چې ۷ ورځې او ۲۴ ساعته د ژغورنې د عملیاتو او نورو طبي ناورینونو پر مهال د امبولانس خدماتو نه برښمند کیږي.
د نوموړو مدرنو او عصري هیلیکوپټرو پيلوټان هم ځانګړې روزل کیږي.
د شپې لخوا د الوتنې پرمهال پيلوټ اړ دی چې د الوتنې نه ۴۵ دقیقې وړاندې په یوه تورتم کوټه کې د الوتنې اړوند ټول عیارونه جوړ کړي.
د یادو شوو هیلیکوپټرو پیلوټان د دوو بودي عینکو په واسطه ژوروالی هم تثبیتولی شي.
د ویلو ده چې د نوموړو هیلیکوپټرو پيلوټان د ۱۲ ورځو لپاره په جرمني او ترکیه کې ځانګړې روزل شوي دي . ترکیه چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د هرې ورځې په تیریدو پرمختګ کوي په پام کې لري چې د شپې لخوا د ځانګړو عملیاتو قابلیت نور هم لوړ کړي .



پيوندونه:

اړوند خبرونه