د تورکیې اقتصاد د روان کال په دریمه ربع کې ۵ عشاریه ۹  سلنه وده کړې.

د تورکیې د احصایې ادارې د روان کال د دریمې ربعې (جولای – سپتمبر) میاشتو د د اقتصادي ودې   پایلې اعلان کړې.

2070849

په دې اساس د تورکیې اقتصاد د روان کال په دریمه  ربع کې  د ۲۰۲۲ کال همدې ربعې  په پرتله ۵،۹ سلنه وده کړې ده.

د ویلو ده چې د روان کال په ربع کې اقتصادي وده د تمو او توقعاتو نه لوړه وه. د دریمې ربع لپاره د اقتصادي ودې اټکل ۵ عشاریه ۶ سلنه شوی وو چې رقم ۵ عشاریه ۹ سلنې ته لوړ شو.

د ۲۰۲۳ کال  په دریمه ربع کې، د تیر کال د ورته ربع په پرتله؛ ساختماني سکتور ۸ عشاریه یو سلنه، صنعت ۵ عشاریه ۷  سلنه، مالي او بیمې فعالیتونه ۵ عشاریه یو  سلنه، خدماتو سکتور ۴ عشاریه ۳ سلنه، عامه اداره، تعلیم، بشري روغتیا او ټولنیزو خدماتو فعالیتونو ۳ عشاریه ۶ سلنه، د املاکو فعالیتونه ۲ عشاریه ۷ سلنه، د نورو خدماتو سکتور  ۲ عشاریه ۲ سلنه ، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو سکتور ۱ عشاریه ۷ سلنه  او د کرنۍ سکتور صفر عشاریه ۳ سلنه وده کړې ده .

د تورکیې اقتصاد د تیرې ربعې په پرتله صفر عشاریه ۳ سلنه وده کړې ده .

د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشک د دریمې ربعې ودې ارقام ارزولي.

وزیر شیمشک وویل، "موږ به د انفلاسیون  د کچې د راټيټولو او د اوسني حساب کسر او لوی مالي ثبات ترلاسه کولو او  دایمي کمیدو پورې د وړاندوینې وړ او د قواعدو پراساس خپلو پالیسیو ته دوام ورکړو."

اړوند خبرونه