د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل د تیلو او سروزرو بیه لوړه کړه

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلولو سره سم په نړۍوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه د ۱۰۰ امریکايي ډالرو نه واوښته.

1784158
د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل د تیلو او سروزرو بیه لوړه کړه

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلولو سره سم په نړۍوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه د ۱۰۰ امریکايي ډالرو نه واوښته.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په نړۍوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه تر سلو ډالرو اوړي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا پر اوکراین د یرغل د امر د ورکولو سره سم  په نړۍ کې د انرژۍ عرض د سکتې سره د مخامخیدو په اړه اندیښنې خورې شوې.

د دې اندیښنو په نتیجه کې په نړۍوالو بازارونو کې د یو بیلر برینت خامو تیلو بیه د درې سلنې په لوړیدو سره تر سلو امریکايي ډالرو واوښته.

د بله پلوه د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل د سروزرو په بیه هم  جدي‌ تاثیر کړی دی.

د نړۍ په بازارونو کې د سروزرو بیه د پام وړ لوړه شوې ده .

یو زیات شمیر پانګه اچوونکو د سروزرو په رانیولو پيل وکړ. په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو بیه ۲ سلنې په لوړیدو سره د اونس  قیمت ۱۹۴۴ امریکايي ډالرو ختلی دی.



اړوند خبرونه