د كابل – انقرې ترمېنځ هوايي دهلېز
نن د لومړي ځل لپاره تركيې ته د افغانستان د سوداګريزو توكو د صادراتو په موخه هوايي دهلېز پرانيستل شو.
976761
نن د لومړي ځل لپاره تركيې ته د افغانستان د سوداګريزو توكو د صادراتو په موخه هوايي دهلېز پرانيستل شو. ټاكل شوې ده چې تر دې وروسته به له افغانستانه تركيې ته سوداګريزي مالونه د تركيې د هوايي كرښو د كارګو د الوتكې په واسطه ولېږل شي.
په نننۍ الوتنه كې ۴۵۰۰ متره مربع افغاني غالۍ او څه باندې ۵ ټنه وچه مېوه تركيې ته ولېږل شوه.
پدې اړه په جوړو مراسمو كې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په ګډون يو شمېر افغاني چارواكو او په كابل كې د تركيې سفير ګډون كړى و.
د سوداګرۍ وزير همايون رسا وويل چې دا مالونه به د تركيې او اروپا بازارونو ته ولېږل شي.
ټاكل شوې ده چې پدې ډول د تركيې – افغانستان ترمېنځ د سوداګرۍ حجم زيات شي.