ايران د خپل پولي واحد رسمي نوم بدل كړ.
د ايران د وزيرانو د شورا د يوې پرېكړې له مخې په هېواد كې د پولي واحد رسمي نوم چې ريال وو، په تومان بدل شو.
د ايران د وزيرانو د شورا د يوې پرېكړې له مخې په هېواد كې د پولي واحد رسمي نوم چې ريال وو، په تومان بدل شو.
په ايران كې كه څه هم عام وګړي ددې هېواد پولي واحد ته تومان وايي خو د تېرو ۹۰ كلونو راهيسې يې رسمي نوم ريال وو.
د دې هېواد د رسمي خبري آژانس ايرنا د معلوماتو پر اساس د وزيرانو د شورا پرېكړه بايد د پارلمان او بيا وروسته د اساسي قانون د ساتونكې شورا لخوا تاييد شي.
د ايران د وزيرانو د شورا منشي محسن حاجي ميرزايي پدې اړه وويل چې ددې طرحې د تصويب سره به په هېواد كې د بانكدارۍ په سيستم كې روانې ستونزې آوارې شي.
د تومان كلمه چې ريښه يې تركي ده د سلګونو كلونو راهيسې په هېواد كې د پولي واحد په توګه كارول كېدله ده چې بيا وروسته يې نوم په ريال بدل شو. ددې سره سره عام وګړي اوس هم ريال ته تومان وايي. يو تومان لس رياله كيږي چې تر دې وروسته به په رسمي توګه يې نوم تومان شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .