د انګلستان پلاستيكي پيسې!

د انګلستان هېواد په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره پلاستيكي بانكنوټونه بازار ته وړاندې كړي دي.

572319
د انګلستان پلاستيكي پيسې!

 

د انګلستان هېواد په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره پلاستيكي بانكنوټونه بازار ته وړاندې كړي دي.

ددې هېواد د مركزي بانك د لومړي ځل لپاره د ۵ سټرلېنو بانكنوټ له پلاستيكي موادو جوړ او تداول ته وړاندې كړى دى. دا بانكنوټ چې پر يو مخ يې ددې هېواد د ملكې اليزابت او پر بل مخ يې د انګلستان د يو تن پخواني لومړي وزير وينسټن چرچل انځورونه كښل شوي دي نه شكيږي او نه هم لونديږي.

پلاستيكي ۵ سټرلېنه نن په انګلستان او ګالر كې تداول ته وړاندې شول. دا بانكنوټونه د پوليميري موادو نه جوړ شوي دي او پاسته دي. پدې ډول د پېسو په بټوه كې يې ايښودل هم  اسانه دي.

ددې هېواد د مركزي بانك مشر وويل چې دا بانكنوټونه د كاغذي بانكنوټونو په پرتله ۲،۵ برابره زيات عمر لري.

تمه كيږي چې د ۱۰ سټرلېنو پلاستيكي بانكنوټ به په ۲۰۱۷م كال كې تداول ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه