د ترکیې  دفاعي  سیستم  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا قوي کیږي.

ترکیې  د دافع هوا  یا دفاعي  سیستم  په برخه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر  یو ډیر هر اړخیز  پلان  د لاس لاندې نیولی دی.

1002345
د ترکیې  دفاعي  سیستم  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا قوي کیږي.

د ترکیې  دفاعي  سیستم  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا قوي کیږي.

ترکیې  د دافع هوا  یا دفاعي  سیستم  په برخه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر  یو ډیر هر اړخیز  پلان  د لاس لاندې نیولی دی.

ترکیه  د دفاعي توغندیو  د تکنالوژۍ  د تولید  د پلان په چوکاټ کې  د ملي امکاناتو نه په استفادې سره  د دفاعي توغندیو  د ظرفیت  د لوړولو په خاطر  ګن شمیر  پروژې جوړې کړي  .

ترکیه  د داخلي  تولیداتو  په برخه کې  لومړیتوب  په خپله داخلي دفاعي صنایع شرکتونو ته ورکوي. همداشان د اړتیا په صورت کې  د بهر نه  ملاتړ  او مرسته ترلاسه کوي.

پدې چوکاټ کې  د ځینو هغه پروژو  چې  طرحې  او ډیزاین  فعالیتونه يي سرته رسیدلي وي  او تولید ته  اماده وي  د پرزه جاتو په تولید کې کوچني شرکتونه  مهم  رول  اخلي.

د بله پلوه  د اسلسن او راکټسن  په څیر  د ترکیې  قوي د دفاعي صنایع  لوی شرکتونه  د خپلو موجودو  امکاناتو  او قابلیتونو نه په استفادې سره  پدې برخه کې  د بې ځایه  پانګه اچونو  مخه نیسي  او ددې سره سم  د نړۍوالو شرکتونو سره  د رقابت  په خاطر  د نوموړي سکتور تداوم  ته  زمینه  برابروي.

د یادولو وړ ده چې  د دافع هوا  او یا   دفاعي  توغندیو  پروژو  ته  د  جدي پاملرنې  اصلي موخه  د داخلي  امکاناتو  سره   د ډیر پرمختللي  دفاعي سیستم  او توغندیو  تولید او   د قوي پروژو عملي کول دي.

ترکیه  د خپلو قابلیتونو د لا لوړولو په خاطر  د ناټو سازمان  د کاري ډلو او هیوادونو تر منځه  د دفاعي صنایعو په همکاریو  او ورته  چارو کې د ګډون سره  د نړۍ تکنالوژي هم  د نږدې نه تعقیبوي.

د هیسار په نامه د پروژې په چوکاټ کې  د کورنیو اړتیاو پوره کولو  او  صادراتو په خاطر  د پروژې  د  لا پرمختګ  او ودې لپاره   هلې ځلې دوام لري. هڅه کیږي  چې  ددې توغندیو  واټن  ۴۰ کیلومتره ته لوړ کړی شي.

د بله پلوه  د ګوک توغ د پروژې په چوکاټ کې  جوړیدونکي  د    هوا نه هوا ته د توغندیو نه  په پام کې ده  چې د هیسار د دفاعي سیستم  کې هم کار واخیستل شي.

سربیره  پر دې  د کورکوت  د پروژې  په چوکاټ کې  جوړ شوی  سیستم  به  سمندري ځواکونو په  جنګي  کښتیو کې  نصب کړی شي. پدې اړه  امتحانونه دوام لري. ددې سیستم  د بریالیتوب  په صورت کې به  د سمندري ځواکونو قومندانۍ  خپل ډیروې اړتیاوې  د هیواد دننې نه  پوره کړي.

د هیسار د پروژې په چوکاټ کې  د تولید شوو  توغندیو  ازموینې په بریالیتوب سره  دوام لري.

د هیواد د دفاعي صنایع  لوی ریاست ویلي دي چې د اسلسن او راکټسن  د ګډې همکارۍ په پایله کې  جوړ شوی  د هیسار په نامه  دفاعي سیستم  ازموینې په بریالیتوب سره  سرته رسیدلي دي.

دا سیتسم  په ټیټه  ارتفاع کې د ۱۵ کیلومتره په واټن  او په منځنۍ ارتفاع کې  د ۲۵ کیلومتره په واټن سره  د عسکري  هډو، بندرونو، پوځي  قرارګاه ګانو  او تاسیساتو د محافظت  په خاطر  طرحه او ډیزاین شوی دی. همداشان  دا سیستم  د الوتکو، توغندیو، د هوا نه مځکې ته د توغوونکو توغندیو  او بې پيلوته  الوتکو  د تهدید  د مقابلې  پوره توان لري.

تمه کیږي چې  د هیسار  سیستم  په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو  کې  په رسمي توګه په فعالیت پیل وکړي.

د کورکوټ  دفاعي  سیستم  د سمندرونو د محافظت په خاطر  طرحه او ډیزاین شوی دی.

د ویلو ده چې  د کورکوت  دفاعي سیستم  چارې بشپړې شوي دي  او پلو ځواکونو ته  په تسلیمولو پیل شوی دی. ددې سیستم نه به د جنګي بیړیو  د حفاظت  په خاطر  کار واخیستل شي. دا سیستم به  په جنګي بیړیو کې نصب کړی شي.

د ویلو ده چې  د کورکوت  ډي  سیستم  د سمندري ځواکونو په مرسته او ملاتړ  په یوې تعلیمي  جنګي بیړۍ کې  نصب کړی شوی دی. دا سیستم  په ډیر بریالیتوب سره  ازمایل شوی دی.

په ترسره شوو  ازمایښتونو کې  دا معلومه شوې ده چې  دا سیستم  په اتوماتیک  ډول سره  د هر دول  برید  د مخنیوي  په برخه کې په ډیرې چټکۍ سره  هدف  له منځه وړي.

د یادولو وړ ده چې  ترکیه به اوږد واټنه  دفاعي سیستم  په برخه کې خپله اړتیا  د  روسیې نه  د رانیولو  اس ۴۰۰ توغندیو سره  پوره کړي.

د بله پلوه ترکیه  د منځ واټنه  دفاعي توغندیو  د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر  غواړي چې د اسلسن، راکټسن او ایرو سام  د ګډو همکاریو په چوکاټ کې  د سامپ ټي په نامه  د هوا دفاعي  سیستم  لا  پرمختللی  کړي .

ترکیه په پام کې لري چې په اوږدمهالو پروژو کې  اوږد واټنه  توغندیو ته  لومړیتوب  ورکړي. ترکیه غواړي چې په ځايي  امکاناتو  اوږد واټنه دفاعي توغندي تولید کړي.

 



اړوند خبرونه