په ترکیه کې  د تکنالوژۍ  یو شرکت  د ځانمرګیو د تثبت  یو ډیر پرمختللی رادار  سیستم  جوړ کړ.

دا سیستم به د ترهګریزو سازمانونو شوم اهداف په اوبو لاهو کړي

729337
په ترکیه کې  د تکنالوژۍ  یو شرکت  د ځانمرګیو د تثبت  یو ډیر پرمختللی رادار  سیستم  جوړ کړ.

په ترکیه کې  د تکنالوژۍ  یو شرکت  د ځانمرګیو د تثبت  یو ډیر پرمختللی رادار  سیستم  جوړ کړ.

ځانمرګیو بریدونو چې نن  ورځ  ټوله نړۍ  د ترهګریزو بریدونو او ترهګرۍ په برخه کې د  سترې ننګونې  او ګواښ سره مخامخ  کړې ده  او مخنیوی  د چا خبره  ناممکنه ښکاري  ددې تکنالوژۍ سره  به يي تر ډیره  حده  مخه ونیول شي.

په ترکیه کې د تکنالوژۍ  یو شرکت  ځانمرګیو د تثبیت  په خاطر  د انسان د امنتیت رادار په نامه  یو سیستم  جوړ کړ. دا سیستم  د دفاعي صنایع  په نړۍوال نندارتون کې  نندارې ته وړانډې شو.

دا سیستم  په یو ساعت کې  د لسو زرو تنو  د وجود د سکنولو  ظرفیت لري.

د یاد شوي  شرکت  مشر  شیرزاد بالین  د نوموړي سیستم په اړه خبریالانو ته وویل چې « ددې سیستم  تر ټولو  ښه ځانګړتیا داده، پرته  ددې چې  څوک  خبر شي  او یا د تګ راتګ  جریان  د ستونزې سره  مخامخ شي  په لس مترۍ کې  په یو ساعت کې د لسو زرو تنو  د سکنولو  توان لري. دا سیستم  هغه کسان چې  د جامو لاندې  ځانمرګی واسکټ او یا يي په لاسي  او یا د شا  په بک کې چاودیدونکي توکي  ځای په ځای کړي وي په ډیره  لنډه موده کې تثبیت  او اړوند مرجع ته  خبر ورکوي.

هغه وویل چې دا سیستم  د ۱۴ کلونو  څیړونو په پایله کې جوړ شوی دی . دا سیستم  په ځانګړي توګه په رشناکه  سیمو  لکه  سوپر مارکیټونو، مترو تم ځایونو ، بازارونو او ګڼه ګوڼې سیمو کې  د ځانمرګي برید کوونکي  د تثبیت  په برخه کې  ډیر اغیزمند  دی.

دا سیستم  د چاودیدونکو توکو  او یا ځانمرګي واسکټ د تثبیت په صورت کې سمدلاسه  د هغه  د حجم، موادو برقي سیستم ځانګرتیاوې  معلوموي  او د  جسم او چاودیدونکي توکي ترمنځه  توپیر  مقایسه کوي. هغه وویل چې  دا سیستم  دا ټول کارونه په ډیرې چټکۍ  سره  ترسره کوي. 

هغه ویلي دي چې  دا سیستم  يي  ددینه مخکې  په جرمني کې  په یو نندارتون کې نندارې ته وړانډې کړی دی او د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې نندارې ته وړاندې کیږي. هغه زیاته کړه  تمه لري چې  په ترکیه کې تر اوسه پورې ددې سیستم په کارولو پیل ندی شوی  خو  باور لري چې  نندارې ته د وړاندي کیدو نه وروسته  به  د ټولو پام  ځانته جلب کړي.



اړوند خبرونه