د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼه « د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یونان ته سخت خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د یونان سره په ختیځه مدیترانه کې د نفتو د پلټنون په مسلې د موجودې ستونزې په اړه وویل « د یونان چارواکي د خپل دفاع وزیر نه د نازولي ماشوم په توګه یادونه کوي، خو زه په یوناني مقاماتو غږ کوم چې دا نازولی ماشوم يی اداره کړۍ ، داسې نه چې زمونږ د امنیتي ځواکونو لخوا ورته کومه سزا ورنکړل شي. »
د صباح ورځپاڼې « د ددې هیواد په زرګونو تنه د ترکیې د تابعیت غوښتنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو په راستو سره په ځانګړې توګه په زرګونو تنو د انګلستان وګړو د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده . د ویلو ده چې په ترکیه کې د سرمایه ګذارۍ له لارې د تابعیت د ترلاسه کولو په قانون کې د اصلاحاتو د ترسره کیدو نه راپدیخوا تر سلو میلیونو ډالرو بهرنۍ پانګه ترکیې ته راننوتې ده. همداشان پدې چوکاټ کې ۲۵۰ تنو د تابعیت په خاطر مراجعه کړې ده . ویل کیږي په زرګونو تنو د انګلستان وګړو بیا د سرمایه ګذارۍ سره د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د هوايي کرښو شرکت په دوو ورځو کې ۳۰۰ زره تنه مساپر ترکیې ته راانتقال کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې هوايي شرکت ترکش ایرلاین د نوي کال په لومړنیو دوو ورځو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په سلګونو زرو تنو چې غوښتل د نوي میلادي کال نه په ترکیه کې هر کلی وکړي ترکیې ته راانتقال کړي دي. د ترکش ایرلاین د معلوماتو له مخې دوې په دوو ورځو کې تر ۳۰۰ زرو تنو ډیر کډوال ترکېې ته راانتقال کړي دي.
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې د شنو سواحلو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د شین بیرغ لرونکو سواحلو شمیره د هر کال په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده. په ۲۰۱۸ کال کې دا رقم ۴۵۹ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې شین بیرغ سواحلو ته د پاکۍ او نظافت د ارزولو نه وروسته ورکول کیږي.
د سټار ورځپاڼې « ترکي متشبصینو او ناسا ترمنځه تفاهم لیک » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فضايي چارو نړۍوال سازمان ناسا فضا ته د کارګو د استولو په خاطر د دوو ترکي شرکتونو سره تفاهم وکړ. ددې لپاره دوه سفینې جوړې شوي او امتحاني چارې هم پیل شوي دي. تمه کیږي چې د اکتوبر تر میاشته د نوموړو سفینو ټولې چارې پایته ورسیږي.