په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې امریکا په ترکیې د تحریمونو او فشارونو په وضع کولو سره هیڅ کوم شي ترلاسه کولای نشي.
د روسیې د تاس خبري اژانس : د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمتري پیسکوف ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په وروستیو ټیلیفوني خبرو کې د هغه نه د ترکیې لپاره د هیڅډول اقتصادي مرستې غوښتنه نده کړې.
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د جرمني د خزانې د وزیر لخوا په امریکا په ترکیې د لګولو تحریمونو لخوا د سختو نیوکو نه هر کلی وکړ. هغه ویلي دي چې دا ډول ډیپلوماسۍ پلوه مشرانو د شتون په صورت کې د ترکیې جرمني او اروپايي ټولنې ترمنخه اړیکې لا پسې قوي کیږي.
د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د ترکیې د اقتصاد بنیه او بڼسټ ډیر قوي دی. هیڅوک باید د چا په مغرضانه خبرونو اعتبار ونکړي.
د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیې لګول شوې اقتصادي محاصرې نه د جولای د ۱۵ مې د کودتا د دوام په توګه یادونه وکړه.
د جرمني د دویچه ویلې خبري ارګان: قطر په ترکیه کې د ۱۵ میلیاردو ډالرو پانګه اچونې پریکړه وکړه.
د امریکا غږ راډیو : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا لخوا په ترکیې د اقتصادي بریدونو او تحریمونو نه وروسته په خپلو هیوادوالو د امریکا د الکترونیک توکو د بایکاټ کولو غږ وکړ.
د چین نړۍوالې راډیو : د امریکا لخوا پر ترکېې د ګمرکي تعرفو د لوړولو نه وروسته د ترکیې ولسمشر هم د یو تقنیني فرمان په صادرولو سره په یو زیات شمیر امریکايي توکو ګمرکي تعرفه سل په سلو کې لوړه کړه. د ولسمشر دا فرمان په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته نافذ شو.
بي بي سي : په انګلستان کې د ترکي لیرو طلب ډیر زیات شوی دی. په انګلستان کې د صرافۍ شرکتونه خلکو ته د ترکي لیرو د رسولو په برخه کې د ځینو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په انګلستان کې د ترکي لیرو طلب تر هر وخته ډیر شوی دی.
د امریکا د سي ان ان خبري ارګان : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د جرمني د خزانې وزیر اولاف سشولز سره خبرې وکړې.
دواړو وزیرانو د سپټمبر په ۲۱ مه نیټه په برلین کې د مخامخ لیدنې پر سره هوکړه وکړه.
د ایران د ارنا خبري اژانس : قطر ، کویټ او عراق د امریکا د تحریمونو په مقابل کې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په اقتصادي تجاري مسلو او اړیکو خبرې وکړې.