په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا متحده ایالتونو د نړۍوالې ټولنې په ازادې ارادې د سترګو پټولو سره حق او عدالت ته سپکاوی کړی دی.
د امریکا د ترکش امریکا ویبپاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تاریخ او بشریت به د فلسطینیانو سره روانه بې عدالتي او ناانصافي هیڅکله هم ونه بښي.
د امریکا د ترکش امریکا ویبپاڼه : ترکیې تیره اوونۍ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ترسره شوی ترهګریز برید په کلکو ټکو وغنده.
د روسیې د اسپوتنیک ویبپاڼه : د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کولتورموش وویل چې ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې د ګرځندویانو او د ګرځندوی سکتور د عوایدو له پلوه ریکاټ ټینګ کړ. هغه وویل آټکل شوی دی چې ترکیه سږ کال د ۴۰ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب وکړي او ګرځندوی د سکتور نه ۳۲ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړي.
د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انګلستان ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد د لومړۍ وزیرې تریزا مې سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل « اسراییل یرغلګر او ترهګر دولت دی .»
د ایرونیوز تلویزیون : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان نه د لیدنې پر مهال ددې هیواد د فوټبال په لوبډلو کې لوبه کوونکو ترکي لوبغاړو جینک توسون، مسعود اوزیل او ایلکای ګون دوغان سره لیدنه وکړه.
د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او میرمن يي آمنې اردوغان انګلستان ته د سفر پر مهال په پلازمینه لندن کې د بوکینګ هام په ماڼۍ کې د ملکې علیزابط سره لیدنه وکړه. ملکې پخپله د هغوې نه هر کلی وکړ.
د جرمني د دویچه ویلې خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د اسراییلو لخوا د لسګونو تنو فلسطینیانو د شهیدولو له امله ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان د اسراییلو ددې چلند نه د ښکاره عام وژنې په توګه یادونه وکړه.
د ایران د پارس توډې راډیو او انټرنټ پاڼه : ترکیې په غزه کې د اسراییلو لخوا د قتل عام نه وروسته په انقره کې د اسراییلو سفیر نه د ترکیې نه د وتو غوښتنه وکړه. د اسراییلو سفیر د ترکیې نه جلا او خپل هیواد ته ستون شو.
د امریکا د ترکش امریکا ویبپاڼه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د جون په ۴ مه نیټه به په واشنګټن کې د امریکا د نوي بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره لیدنه وکړي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د اسراییلو لخوا د اشغال لاندې په سیمو کې او په ځانګړې توګه په غزه کې ترسره شوي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي. خامخا به يي ځواب ورکړ شي.