په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي ( که چیرې امریکا متحده ایالتونه په ترکیې د وسلو د پلورولو د درولو په خاطر مسوده تصویب کړي ترکیه به هم په باالمثل اقدام لاس پورې کړي . )
په امریکا کې د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې قرانکریم د چا د لوبو تخته نده چې هر وخت وغواړي هغه پکې وکړي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې بیت المقدس دعوا بې کسه نده. د فلسطین خلک د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې یواځې ندي.
د امریکا د سي ان ان خبري کانال : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ترکیې ته د پوره غړیتوب د نه ورکولو په صورت کې د اروپايي ټولنې پروژه به تل په نیمګړۍ محکومه وي.
د روسیې د اسپوتنیک ویبپاڼه : په ۲۰۱۸ کال کې په روسیه کې د روسي ګرځندویانو شمیره په لومړنیو څلورو میاشتو کې د تیر کال په پرتله ۵۹ سلنه لوړه شوې ده .
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې د اروپايي ټولنې د راتلوونکي په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي.
د جاپان کیودو خبري اژانس : ترکیه د ریل ګاډو پر بڼسټونو ۳۹ میلیارده ایرو پانګه اچونه کوي.
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې مرستیال لومړي وزیر محمد شمشک وویل چې په د اثارو په بازرونو کې لوړې ژورې موقتي دي.
د روسیې د اسپوتنیک ویبپاڼه : د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین په راتلوونکو شپږو کلونو کې ۲۰۷ نوې الوتکې پیري.
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : ترکیې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ایران سره لاسلیک کړي اټومي تړون د وتو په پریکړې سخته نیوکه وکړه. ترکیې د امریکا ددې پریکړې نه د یو ډیر خواشینوونکې پریکړې په توګه یادونه وکړه.
د انګلستان د بي بي سي ترکي څانګه : د ترکیې د اوپیرا نامتو هنرمند مراد جان ګون په ایتالیا کې په میدانونو کې د اوپیرا کنسرتونه اجرا کوي.