په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د جرمني د دویچه ویلې انترنټ پاڼه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه. د لیدنې اصلي مسله په ترکیه کې د وخت نه وړاندې د ټولټاکنو په خاطر د ترکي سیاستوالو لخوا په جرمني کې میشتو ترکانو ته د تبلیغاتي کمپاینونو د ترسره کولو مسله وه.
د انګلستان د بي بي سي ترکي څانګه : د انګلستان تر ټولو لوی سیاحتي شرکت توماس کوک ویلي دي چې سږ کال د انګلستان ډیری ګرځندویانو د رخصتیو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړې ده .
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : ترکیې د کتاب په لوستلو کې د اروپا مخکې شوه.
د روسیې د ریا نیویستي خبري اژانس : روسیې د ترکیې لپاره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي په تولید پیل وکړ.
د ګرجستان د انټرپرس نیوز خبري اژانس : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د اسپانیا نه د لیدنې پر مهال په ترکیه کې د معین وخت نه مخکې د ټولټاکنو د ترسره کولو د پریکړې په اړه د اروپا شورا د پارلمانونو د مجمع وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود. د اروپا شورا د پارلمانونو مجمع د ترکیې نه ټولټاکنې په خپل معین وخت د ترسره کولو غوښتنه کړې وه. لومړي وزیر ییلدرم ددوې په ځواب کې وویل چې تاسې خپل کار کوۍ. ټولټاکنې ترکیه ترسره کوي تاسې نه. دا د ترکېې ټولټاکنې دې د اروپا د شورا ندي.
د کریمیا د کیو ایچ ای خبري اژانس : ترکیه ته د اوکرایني ګرځندویانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او زیاتوالی دوام لري.
د جرمني د دویچه ویلي انټرنټ پاڼه : ترکیې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو او ارامنه ادعا ګانو اړوند په خپور کړي بیان کې د نوموړو پیښو نه د ستر فلاکت په توګه یادونه وغندله. ترکیې د امریکا لخوا ناسم بیان او د تاریخ تفسیر په کلکه توګه رد کړ.
د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د ترکیې ، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران د اپریل په ۲۸ مه نيټه د سوریې په مسلې د خبرو کولو په خاطر په مسکو کې غونډه کوي.
د اسپانیا د الموندا ورځپاڼې : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم ویلي دي چې د اروپا نه د دفاع او حفاظت په خاطر ډیر ستر بدل ورکوو.
د اذربایجان د اپا خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ارمنستان تر اشغال لاندې د اذربایجان د قره باغ ستونزه باید د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې حل کړی شي.
د امریکا د ترکش امریکن ویبپاڼه : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم ویلي دي چې د اروپا شورا د پارلمانونو د مجمع د تفتیش د کمیسیون لخوا په ترکیه کې د جون د ۲۴ مې د ټولټاکنو په اړه په ارزونو کې د صفر په انداره حقیقت ته ځای ندی ورکړ شوی.
د روسیې د اسپوتنیک انټرنټ پاڼه : ترکیې د ملي محاربوي الوتکې د جوړولو په خاطر تړون لاسلیک کړ. د ترکیې ملي محاربوي الوتکې به په ۲۰۳۰ کال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې په دنده پیل وکړي.