د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د پاکستان غږ راډیو د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله لیکلي دي چې د ټولو هغه ترهګرو ډلو پر خلاف به مبارزې ته پرته د ځنډه دوام وکړي چې ترکیې ته ګواښ مخامخ کړی دی.
د روسیې غږ راډیو : د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د زیتون څانګې عملیاتو په دیرشمه ورځ سوریې سره پوله کې د هتای او کیلیس په ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او غنډونو نه لیدنه وکړه. هغه د عفرین د عملیات د سوق او ادارې مرکز نه لیدنه وکړه . هغه د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې په عفرین کې د موجود او د بهر کې د هغوې د ملاتړ په خاطر راتلوونکي ترهګر به ټول له منځه یوسو.
د جرمني د دویچه ویلي خبري اژانس : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم له قوله لیکلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په جرمني کې د حکومت د جوړیدو نه وروسته ددې هیواد نه لیدنه وکړي. د ترکیې لومړي وزیر ییلدرم د جرمني نه د ترکیې د ملي ټانک التای لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د انګلستان د بي بي سي ترکي ژبې څانګه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په سوریه کې د بشار اسد ځواکونه عفرین ته د تلو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل « که چیرې د اسد ځواکونه د پ وای ډي ترهګرې ډلې د ملاتړ په خاطر عفرین ته ځي پس ترکي ځواکونه به پرې بریدونه وکړي. د ترکي ځواکونو د پرمختګ مخنیوی هیڅوک هم کولی نشي. »
د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې ترکي ځواکونه به په نږدې ورځو کې د عفرین ښار په کامله توګه محاصره کړي. اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل « هغه برخو ته چې غواړي د ترکیې په سویلي پولو کې د ترهګرو دهلیز جوړ کړي دا وښايو چې هیڅکله به هم خپلې دې موخې ته ونه رسیږي. ترکیه به دوې ته اجازه ورنکړي »
د ایټالیا د انسا خبري اژانس : د اسد پلوي ځواکونه چې غوښتل يي عفرین ته لاړ شي د ترکیې د توپچي ځواکونو د اخطاري بریدونو نه وروسته بیرته په شا تګ ته اړ شول.
د جرمني د دویچه ویلي خبري اژانس : د ترکیې د حکومت ویاند بکر بوزداغ د سوریې د منبیچ په ښار کې د وای پ جي ترهګرې ډلې د موجودیت په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل که چیرې امریکا دا ترهګره ډله د منبیچ نه ونه شړي او په شا يي نکړي دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې ترکیې ته مخامخ ګواښونه له منځه نه ځي. هغه وویل چې د منبیچ په مسله کې به وروستۍ خبره ترکیه کوي.
د امریکن ترکش نیوز خبري ویبپاڼه : د ترک جریان د ګازو د نللکې د پروژې د ۴۸ سلنه چارې سرته رسیدلي دي. د ترک جریان د پروژې په چوکاټ کې تر ننه پورې په سمندر کې ۸۸۴ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده .
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د ګمرک او تجارت وزیر بولنت تفنګچي له قوله ویلي دي چې ترکیه به ایران سره په پوله کې دریمه سرحدي دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستې وساتي. دا اقدام به د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم لا لوړ کړي او د سوداګري توکو د تګ راتګ سره به مرسته وکړي.
د جاپان د ژي ژي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د اسد پلوي ملیشه ځواکونه چې غوښتل يي د پ ک ک ترهګرې ډلې د مرستې په خاطر عفرین ته لاړ شي د توپخانې د بریدونو نه په شا تګ ته اړ کړل.
د ګرجستان د انټرپرس نیوز خبري اژانس : د ترکیې د ټرانسپورت، سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان ویلي دي چې د چین نه اروپا ته غځیدلې سوداګري د باکو، تفلیس او کار د ریل ګاډي د پلټۍ سره ترسره کیدل د ترکیې د مهمو اهدافو نه یو دی.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن له قوله لیکلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د اسد د پلوي ځواکونو چې غوښتل يي د عفرین سیمې ته داخل شي د مخنیوي نه خبر ورکړی دی. قالن ویلي دي چې ترکیه به د اسد د پلوي ترهګرو ډلو ددې ډول اقداماتو سره سره په عفرین کې پرمختګ ته دوام ورکړي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د یوولسم پراختیايي پروګرام په غونډه کې وویل چې ترکیه دم ګړۍ په نړۍ کې ۱۳ م ستر اقتصادي هیواد دی.
د امریکا غږ راډیو : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي ترکیه چې بې پيلوټه الوتکې جوړولی شي ددینه وروسته به پرته د چلوونکې ټانک هم جوړ کړي.
د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې د استانبول په ښار کې د روسیې د قونسلګرۍ په مخکې د سوریې د غوطه په سیمه د روانو بریدونو د غندنې په خاطر مظاهره وشوه . پدې مظاهره کې نږدې ۲۰۰ تنو ګډون کړی وو.
د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس : د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ ویلي دي چې د ترکیې لخوا د عفرین په سیمه کې په روانو عسکري عملیاتو کې تر اوسه پورې یو تن ملکي وګړي ته هم ځاني زیان ندی اوښتی.
هغه ویلي دي چې په سیمه کې د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به عملیات دوام وکړي.
د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس بیا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له قوله ویلي دي چې ترکیې په سوریه کې عسکري عملیات د نوموړي هیواد د ارضي تمامیت نه د دفاع په خاطر پیل کړي دي.
د ایران د فارس خبري اژانس : ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د هالنډ د مشرانو جرګې لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د تش په نامه د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندل په کلکه توګه وغندل.