د نړۍ په مطوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د ایران د فارس خبري اژانس : د ایران د ګازو د ملي شرکت ریس حمید رضا عراقي ویلي دي چې ترکیې د ایران د ګازو ټول پور خلاص کړی دی او پدې اړه هیڅډول ستونزه پاتې نده.
د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې واتیکان ته سفر کړی وو د واتیکان د مشر او د کاتولیکو مسیحیانو د دیني مشر پاپ سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د ګرجستان د انټرپرس نیوز اژانس : د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم له قوله لیکلي دي چې په سوریه کې د زیتون څانګې د عسکري عملیاتو موخه په ترکیه کې د ملي امنیت ټیګښت دی.
د امریکا د ترکش امریکن نیوز ویبپاڼه : په ترکیه کې د موټرو سکتور ۲۰۱۶ کال په پرتله د پام وړ وده کړې ده . د ترکیې د موټرو سکتور تولیدات د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۳ سلنه په لوړیدو سره یو میلیون ۶۷۴ زرو ته رسیدلي دي. ترکیې موټرو سکتور ددې ودې او تولیداتو سره ریکاټ جوړ کړی دی.
د امریکا غږ راډیو بیا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی. مولود چاوش اوغلو د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د امریکا په عسکري مرستو د نیوکې سره ویلي دي چې « امریکا د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د عسکري مرستو له امله د ترکېې او امریکا اړیکو ته ډیر سخت زیان رسولی دی. زمونږ په ګډ شراکت کې زهر شیندلي دي».
د جرمني د دویچه ویلې خبري اژانس : د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ ویلي دي چې د ترکیې او هالنډ ترمنځه ډیپلوماتیکي اړیکي دوام لري.
د امریکا غږ راډیو : د ترکیې لخوا امریکا ته پيغام « هر هغه څوک چې د ترهګرو جامې په تن ولري مونږ به يي لمنځه یوسو . »
د کریمیا کیو ایچ ای خبري اژانس : ترکیې په تیرو ۹۲ کلونو کې د غیږنیونې په نړۍوالو سیالیو او اولمپیاتو کې ، د نړۍ او اروپا په اتلولیو کې جمعآ ۱۵۱۲ مډالونو په ګټولو سره په نړۍ کې د ګوتو په شمیر د هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی.
د جرمني د ډي پ ای خبري اژانس : اروپايی ټولنې د مارچ په ۲۶ مه نیټه د بلغاریا د وارنا په ښار کې جوړیدونکې د اروپا په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ګډون بلنه ورکړه.
د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل ګوند غونډې ته د وینا پر مهال په امریکا د سوریې د منبیچ د ښار نه د خپلو ځواکونو د ویستو غږ وکړ.
د جرمني د دویچه ویلې خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ترکیې ته راځي. هغه ویلي دي چې د ټیلرسن سره په لیدنه کې به د هغه سره په ښکاره توګه د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د امریکا د وسلو په مرستې خبرې وکړي.
د کریمیا خبري اژانس : ترکیې د نایجریا سره د برښنا په برخه کې مرسته وکړه.
د امریکا غږ راډيو : د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن ویلي دي چې ترکیې د اروپايي ټولنې سره د ویزې د معافیت په خاطر د اروپا لخوا ټاکل شوي ۷۲ شرطونه ټول پر ځای کړي دي.
د کریمیا خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې په وروستیو پرمختګونو ، د زیتون څانګې عملیاتو او د عفرین او ادلیب په پرمختګونو خبرې وکړې.
د ایران د فارس خبري اژانس : د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې د ترکیې سره د اړیکو قوي کول ددوې په لومړیتوب کې قرار لري.
د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې او اوزبیکستان ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو د انقرې او تاشکینت ترمنځه د اړیکو د لا پراخولو او مضبوطولو په مسلې ټینګار وکړ.