په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

548921
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د فرانسې  فرانس پرس خبري اژانس  « اردوغان او پوتین  لیدنه وکړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د څو میاشتو وروسته  د ترکیې او روسیې ترمنځه  د بحران نه وروسته  په روسیه کې  د نوموړي هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  لیدنه وکړه. دواړو مشرانو هر څه ژر د متقابلو اړیکو د جوړولو  پریکړه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې  پدې لیدنه کې روسي پلو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په ځانګړې توګه د دواړو هیوادونو ترمنځه  د اقتصادي اړیکو د یو ځل بیا راژوندي کولو په خاطر باید  جدي ګامونه  پورته شي  او دومداره کار وشي. فرانس پرس لیکلي چې  روسیې  د نوموړې لیدنې نه  د ساختاري  او صمیمي لیدنې په توګه یادونه وکړه. د خبر له مخې  د روسیې ولسمشر پوتین  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « زمونږ هیوادونه  د متقابلو اړیکو له سره د جوړولو او قوي کولو په برخه کې  د هر ډول فرصتونو  نه برښمند دي. د هر څه نه مخکې  اړیکې باید  د تیر کال د نوامبر د میاشتې د ۲۴ مې نیټې د بحران نه د مخکې دورې په څیر قوي او عښتلې کړو. »

په خبر کې راغلي دي چې  د ترکیې ولسمشر اردوغان بیا وویل « متقابلې اړیکې د پخوا په پرتله  لا قوي او لوړې سویې ته رسولی شو. دواړه هیوادونه  پدې اړه هر ډول همکارۍ ته  تیار  دی  او قوي اراده لري . »

د انګلستان خبري اژانس  بي بي سي  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه روانو ناندریو ته  اشاره کړې ده . بي بي سي  د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو د وزیر عمر چلیک  له قوله ویلي دي چې  « اروپايي ټولنه  ترکي وګړو ته د ویزې د معافیت په بدل کې د ترکیې نه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون او اصلاحاتو غوښتنه کوي چې  په لنډ مهاله کې دا خبره د امکان وړ نده.» بي بي سي  ویلي دي چې  د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر عمر چیلیک  دا څرګندونې  د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي. ترکي وزیر ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په ترکیه کې  د کودتا د ناکامې هڅې نه  یو میاشت لا نه تیریږي. پداسې یو حساس وخت کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې اصلاحات ناممکنه خبره ده . وزیر بیا  ویلي دي چې ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون د اروپايي هیوادونو سره  خبرو اترو ته  تیاره ده  او په اوږدمهال  توګه  پدې قانون کې  اصلاحاتو راوستو ته ژمنه ده. خو په لنډه موده کې  دا کار د امکان  وړ ندی. وزیر وویل چې ترکیې د کودتا بلا  دفع کړه  خو  د داعش او پې کاکا ترهګرو ډلو ګواښونه  دوام لري. د همدې امله  د ترهګرۍ پر وړاندې په قانون کې اصلاحاتو  دم ګړۍ  عقلاني  ګام  ندی.

د جرمني د دویچې ویله خبري رسنۍ  بیا  د ترکیې په اړه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته  په خبر کې ځای ورکړی دی .

دویچه ویله د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاینمایر د څرګندونو له مخې لیکلي دي چې  په ترکیې باید متناسبې  نیوکې وشي. دویچې ویله  لیکلي دي چې  د بهرنیو چارو وزیر شتاینمایر دا څرګندونو د بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پدې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په ترکیه کې  کودتاچیانو په خلکو او پارلمان  خونړي او وحشیانه بریدونه کړي دي. هر هغه څوک چې  پداسې یو حالت کې په ترکیې  نیوکې کوي  دا ټول  باید په نظر کې ونیسي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه د لاسلیک شوي د کډوالو د اعادې د تړون په بدل کې ترکي وګړو ته  د ویزې د معافیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د ویزې معافیت هله رامنځته کیدای شي چې پدې اړه وړاندې شوي ټول شرایط پر ځای شي . »

د روسیې خبري اژانس  سپوتنیک  « ترکیې د ریو په اولمپیاتو کې لومړنی مډال ترلاسه  کړ  » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ریو ۲۰۱۶ کال د اولمپیاتو په چوکاټ کې د وزن اوچتولو په برخه کې د ترکیې ملي وزن اوچتوونکي  دانیار اسماعیلوف  د ۶۹ کیلو په وزن کې  د سپینو زرو مډال  ترلاسه کړ.

پدې ډول ترکیې د اولمپیاتو په سیالیو کې خپل لومړنی مډال  ترلاسه کړ.  



اړوند خبرونه