په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د اروپا خبري اژانس ایررو نیوز « اردوغان : له بده مرغه چې لویدیځ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې زمونږ نه لازم ملاتړ نکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامې هڅې په اړه وویل چې، د کودتا سناریو په بهر کې لیکل شوې ده. هغه د لومړي ځل لپاره دې مسلې اړوند لویدیځې نړۍ ته اشاره وکړه . په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان په لویديځې نړۍ غږ وکړ چې « دا څه ډول ستراتیژیک شراکت او اتفاق دی؟ تاسې زمونږ څه ډول ستراتیژيک شریکان او متفقین یاست؟ هغه کس چې د ترکیې ملي امنیت د شورا تر پټو راضونو او اسنادو پورې ځان رسولی دی او د ترکیې د منتخب حکومت او دولت د نسکورولو هڅه کړې ستاسې نه غواړو او تاسې په پخپل هیواد کې د هغه حمایې او ملاتړ ته دوام ورکوۍ. ایا د لویدیځ دا دریځ او چلند په ښکاره توګه د ترهګرو نه ملاتړ دی او که بل څه. ایا لویدیځ ددې دریځ سره د ډیموکراسۍ پلوي کوي او که د کودتا؟ له بده مرغه چې لویدیځه نړۍ د ډیموکراسۍ پر ځای کودتاچیانو او ترهګرو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د اذربایجان خبري اژانس ترند نیوز اجنسي هم د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د اعادې مسلې په اړه خبر ته ځای ورکړی دی .
یاد شوي خبري اژانس پدې اړه د ترکیې د ملي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون د ریس له قوله لیکلي دي چې امریکا باید د فتح الله ګولن پر سر د ترکیې سره اړیکې قرباني نکړي. په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته د ترکیې د ملي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون د ریس په مشرۍ یو هیت امریکا متحده ایالتونو ته سفر کړی دی. ددې سفر موخه په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه امریکايي مقاماتو، مدني ټولنو او خلکو ته پوره معلومات ورکول دي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د ملي شورا دې هیت د امریکا د بهرنیو چارو او عدلیې د وزارت د چارواکیو سره لیدنې کړي دی. پدې لیدونو کې په ترکیه کې د ترسره شوې کودتا په اړه امریکايي مقاماتو ته پوره معلومات ورکړ شوي او د فتح الله ګولن د اعادې په مسلې خبرې شوي دي.
ددې هیت مشر طه اوزخان خبري رسنیو ته ویلي دي چې امریکايي چارواکیو ته يي بشپړ معلومات ورکړل . امریکا باید د یو ترهګر په سر ترکیې سره خپلې اړیکې قرباني نکړي.
په قطر کې خپریدونکي د الجزیرې تلویزیون « اروپا د اردوغان نه ملاتړ وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بیلټ په ترکیه کې د ترسره شوي کودتا په اړه د اروپايي ټولنې د مشرانو په دریځ او چلند سختې نیوکې کړي دي.
په خبر کې رغلي دي چې نوموړي ( اروپا د اردوغان ترڅنګ ودریږه ) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده .
نوموړي په مقاله کې په اروپايي مشرانو غږ کړی دی « که چیرې د کودتاګانو پر وړاندې قوي مبارزه او سخت غبرګون څرګند نکړۍ دا به په نړۍ کې د اروپايي ټولنې ارزښتونه د پوښتنې لاندې راولي . »
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا « په مشهد کې د ترکیې جنرال قونسل: په ترکیه کې د روانو پیښو په اړه د ایران دریځ د تقدیر وړ دی » د سرلیک لاندې په مشهد کې د ترکیې د جنرال قونسل څرګندونو ته ځای ورکړی دی . په خبر کې په مشهد کې د ترکیې د جنرال قونسل محمد دوغان له قوله لیکلي دي چې په ترکیه کې د رامنځته شوو پیښو په اړه د ایران دریځ د تقدیر وړ دی. نوموړي ویلي دي چې ایران پدې سختو شرایطو کې خپله دوستي په وښودله او د ایران د ملت تر څنګ ودرید. هغه ویلي لکه څرنګه چې په ایران د لګیدو بندیزونو په موده کې ترکیې د خپل ستراتیژیکو متفقینو د ټولو هلو ځلو پر خلاف د ایران ترڅنګ ولاړ وو نن وار د ایران رارسیدلی دی . دا همغږي او خواخوږي د دواړو ملتونو ترمنځه د قوي اړیکو ښکارندويي کوي.