د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

446621
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس


په امریکا متحده ایالتونو کې چاپیدونکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ً د کډوالو په برخه کې د اروپا نه د ترکیې غوښتنې مخ په ډیریدو دي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي اروپا د کډوالو په برخه کې پرې د فشارونو له امله د حل لارې لټوي. د جیمز کانټر لخوا په لیکل شوي خبر کې راغلي دي چې ترکیې اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې په اروپا ډیر سخت شرطونه کیښودل. د ترکیې دې شرطونو د اروپا مشران د حیرانتیا سره مخامخ کړي دي.

د انګستان د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې ً اروپا او ترکیه د کډوالو په برخه کې سره تفاهم ته نږدې شوي دي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي پرون د ترکیې او اروپا ترمنځه د کډوالو د مسلې په اړه سرمشریزه وشوه. ددې سرمشریزې نه د مخه د ترکیې او جرمني ترمنځه ځینو تفاهمونو د اروپا د نورو هیوادونو مشران د حیرانتیا سره مخامخ کړل. تیره ورځ د ترکیې او اروپا ترمنځه سرمشریزه د ټاکل شوې مودې نه زیاته وغځیده. دې سرمشریزې پوره ۱۲ ساعته دوام پیدا کړ. په سرمشریزه کې ترکیه او اروپا د یو تړون په متن چې په پام کې ده په راتلونکې اوونۍ کې ومنل شي سره په تفاهم ورسیدل.

د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس ً د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د اروپا نه د ۳عشاریه ۳ میلیاردو ایرو اضافه مرستې او ترکانو ته د شینګن د ویزې د معافیت د غوښتنې سره د ټولنې مشران د حیرانتیا سره مخامخ کړل ً د سرلیک لاندې لیکلي دي اروپايي ټولنې مشرانو د ترکیې ددې غوښتنو په مقابل کې د یونان نه ترکیې ته د کډوالو د اعاده کولو غوښتنه وکړه. ددې په مقابل کې ترکیې د اروپا نه غوښتنه وکړه چې د یونان نه ترکیې ته د اعاده کوونکي هر کډوال په مقابل کې باید اروپا د ترکیې نه یو تن سوري کډوال ومني. ترکیې دا ځل د اروپا نه ډیرې قوي غوښتنې وکړې.

د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس لیکلي دي د اروپا د پارلمان ریس مارتین سولتس ویلي دي چې ترکیې د کډوالو په مسله کې د اروپايي ټولنې نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې د ۳ عشاریه ۳ میلیاردو اضافه مرستې غوښتنه کړې ده .

هغه وویل چې تیره ورځ د ترکیې او ټولنې ترمنځه په جوړه شوې سرمشریزه کې د ترکیې پدې غوښتنه بحث پيل شو. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکېې دا مرسته د کډوالو په خاطر غوښتې ده.

هغه ویلي دي چې ترکیه نن ورځ د ۲عشاریه ۷ میلیونو تنو کډوالو کوربه توب کوي.

هغه وویل چې اروپا ددې پیسو د راټولو په خاطر یو ځل بیا باید غونډه وکړي.

هغه ویلي دي چې د اروپا پارلمان دې خبرې ته پوره تیاری لري. هغه ترکیې ته حق ورکړی دی .


پيوندونه: #بهرني رسنۍ , #ترکیه

اړوند خبرونه