په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

247877
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس


د اسوشیتید پرس خبري اژانس ً د سعودي پاچا د ترکیې د ولسمشر سره لیدنه وکړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان سره لیدنه وکړه . په خبر کې راغلي دي چې دا لیدنه پداسې حال کې ترسره کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیپلوماتیکي اړیکې ډیرې نرمې شوي دي . دواړو مشرانو په لیدنه کې د سوریې د روانې کورنۍ جګړې سربیره د ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو او په یمن کې د روانو شخړو او ګډوډیو د مسلې په ګډون په یو زیات شمیر مسایلو خبرې وکړې.
د چین د شینهوا ورځپاڼې ً د ترکیې او هنګري ترمنځه د انرژۍ په برخه کې همکاري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د هنګري نه د لیدنې پر مهال په بوداپست کې وویل چې ترکیه د هنګري سره د انرژۍ په برخه کې همکاریو ته تیاره ده. ترکیه د هنګري په ګډون د منځنۍ اسیا د ټولو هیوادونو سره د انرژۍ په ګډون په هره برخه کې هر ډول همکاریو ته تیاره ده.
د ترکیې لومړي وزیر د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربي سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې وویل چې د نابوکو د انرژۍ پروژه د سیمې لپاره تر ټولو ښه او مهمه پروژه وه خو له بده مرغه چې عملي نشوه.
لومړي وزیر داوود اوغلو وویل چې ترکیه او هنګري د ناټو په چوکاټ کې نږدې همکاري سره لري او دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې قوي دي.
د هنګري لومړي وزیر بیا وویل چې زموږ یواځنۍ موخه ګاز د ترکیې له لارې سربستان او د هغه ځایه هنګري ته راانتقالول دي .
د فرانس پرس خبري اژانس ً ترکیې د نفتو د پلټنې د پیلولو نه خبر ورکړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکېې د انرژۍ وزیر تانر یلدز د ترکیې او بغداد ترمنځه د لاسلیک شوو اقتصادي تړونونو په چوکاټ کې ترکیه د عراق په شمال کې د نفتو په پلټنۍ پیل کوي. د ترکیې د انرژۍ وزیر په انقره کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د انقرې او بغداد ترمنځه د لاسلیک شوو تړونونو له مخې انقره د عراق په شمال کې د قندیل د غر په لمنو کې په یو زیات شمیر سیمو کې د نفتو د پلټنۍ حق لري.
د اسپانیا د لا وانګاردیا ورځپاڼې ً اروپايي ټولنې د روغې جوړې د بهیر نه هر کلی وکړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې حکومت د خلکو د ډیموکراتیک ګوند سره یو ځای د روغې جوړې د بهیر اړوند مهمې څرګندونې وکړې . په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې د کوردانو سره د روغې جوړې د مذاکراتو په بهیر کې یو ډیر مهم پرمختګ ترسره شو.
اروپايي ټولنې ویلي دي چې دا په اصل کې په ترکیه کې د روغې جوړې او ډیموکراسۍ د پرمختګ په خاطر د دواړو خواوو لپاره یو ښه فرصت دی.
اروپايي ټولنې د نوموړي بهیر نه یو ځل بیا پوره ملاتړ اعلان کړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه