په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې په اړه د چاپ شوو خبرونو سرټکي 

192171
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس


د رویټرز خبري اژانس  ً د اسراییلو پارونکي اقدامات  ً  د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو  ویلي دي  په منځني ختیځ کې د سولې ټینګ ، د افراطي ډلو له منځه وړل  او د یو خپلواکه  فلسطیني دولت  جوړول  د چا خبره په ناممکنې مسلې بدله شوې خبره ده.

لومړي وزیر داوود اوغلو  په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ او افراطیت د کچې د لوړولو په مسله کې د اسراییلو لومړي وزیر مسول  وباله  او وویل چې  ددې مسلې  یواځنی  لامل  په غزې  د بمباریو په څیر  پارونکي اقدامات  ډیر مهم  رول  لري.

لومړي وزیر احمد داوود اوغلو همداشان  په سوریه کې روانو وژنو او قتل عامونو ته  په اشارې سره وویل چې  په سوریه کې هره ورځ په سلګونو تنه  بې ګناه انسانان وژل کیږي چې  ددې مړینو او قتل عامونو یواځنی لامل  بشار اسد دی. لومړي وزیر داوود اوغلو په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې  په سوریه کې د روانو ستونزو د حل  په خاطر  یواځې باید خپله ټوله پاملرنه  د داعش پر خلاف مبارزې ته  ځانګړې نکړي. په سوریه کې د روانو ستونزو د حل په خاطر  د اسد په رژیم هم  جدي فشارونه  راوړل شي.

په انګلستان کې د الشرق الاوسط  ورځپاڼې  ً د انقرې او کویټ ترمنځه  همکاري او کوردیناسیون ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د کویټ د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ صباح الخالد الصباح  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. 

ورځپاڼې لیکلي دي چې د کویټ د بهرنیو چارو وزیر  پدې خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې په سیمه کې د فلسطین د یو خپلواکه دولت  د جوړولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهم  او رغنده رول لوبولی دی .

همداشان پدې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو بیا وویل چې ترکیه  د کویټ سره په هره برخه کې او په ځانګړې توګه په سیاسي برخه کې ډیرې ښې او ځانګړې اړیکي لري او دواړه هیوادونه په سیمه کې د سولې او ثبات په خاطر په ګډه کار کوي. چوش اوغلو زیاته کړه چې د سیمې په سوله او ثبات کې د کویټ رول باید هیر نشي.

چوش اوغلو  د ترکیې او کویټ ترمنخه نیکې اړیکې په اقتصادي برخو هم د مثبتو تاثیراتو  هیله څرګنده کړه  او وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنخه په ۲۰۱۳ کال کې سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته  رسیدلي  دی چې  د لا پرمختګ په هیله یو.

همداشان  چوش اوغلو د سیمې روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې سیمه  د داعش سربیره د یو زیات شمیر نورو ګواښونو سره مخ مخامخ  ده . چوش اوغلو د داعش پر وړاندې په مبارزه کې په سمیه ییزې همکارۍ ټینګار وکړ.

د ایران د ایریب انټرنټ پاڼې  ً د عراق او ترکیې ترمنځه د همکارۍ تړون  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې او عراق د همکاریو تړون لاسلیک کړ. په خبر کې د عراق د بهرنیو چارو د وزارت  له قوله لیکل شوي دي چې  په بغداد کې د ترکیې او عراق په ګډه اقتصادي غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفري او د ترکیې د انرژۍ وزیر تانر یلدز په ګډون جوړه شوې وه  یو زیات شمیر برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر  تانر یلدز  چې د ترکیې او عراق ترمنځه د ګډو اقتصادي غونډو په ۱۷ غونډه کې د ګډون په موخه  بغداد ته تللی وو  د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفري سره د لیدنې نه وروسته دواړو وزیرانو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. د ترکیې د انرژۍ وزیر پدې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې هیواد يي د عراق د امنیتي ځواکونو روزنې ته  تیار  دی. 

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د انرژۍ وزیر  د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره هم  لیدنه وکړه . پدې لیدنه کې د عراق لومړي وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او عراق ترمنځه  په ځانګړې توګه  د نفتو او اوبو په مسلو کې بعضې ستونزو شتون درلود چې ددې ستونزو د حل په خاطر د یو تل پاتې حل په خاطر  یوه ګډه نقشه باید جوړه شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه