په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې په اړه چاپ شوي خبرونه

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې په اړه چاپ شوي خبرونه

185002
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې په اړه چاپ شوي خبرونه


د ایران د ایریب په نامه انټرنټ پاڼې ً د اسلام فوبیا په مسله کې باید ټول یو شان عکس العمل څرګند کړي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو چې د تیرې یکشنبې په ورځ په پاریس کې د یووالي په لوی لاریون کې ګډون کړی وو د نوموړي لاریون ستاینه وکړه او وویل چې دا لاریون په اصل کې نړۍ ته یو ډیر مهم پیغام وړاندې کوي. په خبر کې راغلي دي چې د پاریس د پیښې نه وروسته چې ۱۷ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ د نړۍ د ۵۰ هیوادونو د مشرانو او میلیونو تنو په ګډون یو ډیر ستر لاریون وشو.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په لاریون کې د ګډون نه وروسته په پاریس کې د ترکیې په لوی سفارت کې خبري غونډې ته وویل چې دا لاریون په اصل کې ټولې نړۍ ته یو ډیر مهم پیغام وړاندې کوي. داوود اوغلو وویل چې هر سړی باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.
وزیر داوود اوغلو وویل لکه څرنګه چې په نني لاریون کې څه باندې یو میلیون تنو فرانسویانو ګډون کړی وو په هیواد کې د جوماتونو پر وړاندې د بریدونو او اسلام فوبیا په اړه هم باید عینې غبرګون وښايي.
وزیر داوود اوغلو وویل چې برید کوونکي په اسلامي هیوادونو کې نه بلکې په خپله فرانسه کې لوی شوي دي . د همدې امله لومړی باید دا سیمه وڅیړل شي. د ترکيې دریځ معلوم دی او د خپل دریځ نه دفاع کوو. ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د هر چا نه فعاله ونډه لري او ټول ارزښتونو ته تابع ده .
د روسېې د ریا نوستي ورځپاڼې ً ترکیه د فرانسې سره همغږي کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاریس د پیښې نه وروسته خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاندا سره د ټيلفیون په کرښه په خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسله کې د فرانسې سره همکاره او همغږې ده.
ولسمشر اردوغان د پاریس د پیښې له امله ولسمشر اولاندا ته ډاډګیرنه ورکړه او قرنیانو د کورنیو سره يي خواخوږي وښوده.
د اسپانیا د لا وانګاردیا ورځپاڼې ً ترکیې د پاریس بریدونه په کلکه وغندل ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو په انقره کې د فرانسې د شارلي هیبدو په مجلې برید په کلکو ټکو وغنده. همداشان وزیر چوش اوغلو اروپا ته د اسلام فوبیا مسلې اړوند خبرداری هم ورکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل موږ د نړۍ په هر ګوډ کې د ترهګرۍ مخالف یو او غندو. چوش اوغلو وویل هر سړی باید دیني کولتورونو ته درناوی وکړي او د اسلام فوبیا پر خلاف مبارزه وکړي.
وزیر چوش اوغلو وویل چې په اروپا کې یو شمیر خلک چې د اسلام فوبیا له امله ځپل شوي دي دا ډول ترهګرۍ بریدونو ته اړ کیږي. اسلام فوبیا پخپله ترهګرۍ ته هڅول کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د پاریس برید په کلکو ټکو غندو او د هیچا لپاره د منلو وړ ندی. همداشان د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر عمر چلیک هم د پاریس برید وغنده.
د د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د تریکې د دفاعي صنایعو د مستشاریت د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې ترکیې د F35 ډوله جنګي الوتکو د پروژې په چوکاټ کې د سلو F35 ډوله جنګي الوتکو د رانیولو پریکړه کړې ده .
ددې پروژې په چوکاټ چې مخکې هم دوه الوتکې فرمایش ورکړ شوی وو ۴ نورې هم فرمایش ورکړ شو. د یادولو وړ ده چې یادې شوې الوتکې په ډیره لوړې تکنالوژۍ سمبال دي. همداشان لومړي وزیر وویل چې پدې غونډه کې د اوږد واټنه توغندیو د پروژې په مسلې هم خبرې وکړې.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه