بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د چین رسمي خبري اژانس شینهوا لیکلي دي چې د ترکیې لپاره د چین نوي سفیر ولسمشر عبدالله ګل ته خپل باور وړاندې کړ. پدې مراسمو کې ولسمشر ګل ددې خبرې په ټینګار وویل چې د چین او ترکيې ترمنځه د ستراتیژیکو همکاریو لا پراختیا ته تیار دی.

131653
بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس
د چین رسمي خبري اژانس شینهوا لیکلي دي چې د ترکیې لپاره د چین نوي سفیر ولسمشر عبدالله ګل ته خپل باور وړاندې کړ. پدې مراسمو کې ولسمشر ګل ددې خبرې په ټینګار وویل چې د چین او ترکيې ترمنځه د ستراتیژیکو همکاریو لا پراختیا ته تیار دی.
د لي وانګوردیا اسپانیوي ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال د اګست په میاشت کې په ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي چې پدې ټاکنو کې د لومړي وزیر اردوغان د بریالیتوب په صورت کې به د ترکیې لپاره د نوي اساسي قانون د جوړولو په برخه کې نوې پاڼه پرانیستل شي. ورځپاڼې د لومړي وزیر اردوغان د څرګندونو له مخې لیکلي دي چې د نوي اساسي قانون د جوړولو چارې يي د چارو په لومړني سر کې قرار لري ، ځکه چې نوی اساسي قانون د نوي راتلونکې په معنا دی .
د ازبکستان ملي خبري اژانس لیکلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د ازبکستان نه د لیدنې پر مهال د ولسمشر اسلام کریموف سره لیدنه وکړه . په لدینه کې دواړو مشرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د سوداګریزو، کلتوري او ټولنیزو اړیکو پراختیا ځانګړې اهیمت لري. همداشان په لیدنه کې په متقابله توګه د سیلانیانو په تګ راتګ هم خبرې وشوې.
د اترش د سالزبورګر ورځپاڼې د اروپا د هوايي کرښو د ټولنې د مشر او د ترکیې د هوايي کرښو د ریس تامیل کوتیل څرګندونو ته ځای ورکړی دی . ورځپاڼې د نوموړې د څرګندونو له مخې لیکلي دي چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت هم د اروپا او هم د اسیا په قاره کې داخل دی. ترکیه د دواړو سیمو ترمنځه د پل حثیت لري او د دواړو سیمو مساپر تنظیموي.
همداشان د منځني ختیځ او اسیا د هوايي شرکتونو د پرمختګ او ودې سره زموږ شرت هم وده کوي او زموږ بازار هم وده کوي.
نوموړي وویل چې نن ورځ هم په اروپا او هم په اسیا کې د مساپرو رش د پام وړ ډیر دی او بازار تود دی.
د جاپان ورځپاڼې شیمبو بیا د ترکېې د اقتصاد وزیر نهات زیبکچي او د جاپان د اقتصاد سوداګرۍ او صنایعو وزیر لیدنې ته ځای ورکړی دی.
یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې او جاپان د اقتصاد وزیرانو په استانبول کې لیدنه وکړه .
په خبر کې راغلي دي چې دواړو وزیرانو د اقتصادي شراکت د تړون لومړنۍ غونډه به د روان کال په پای کې په ترسره کولو تفاهم وکړ. همداشان پدې خبرو کې جاپان ته د ترکیې نه د چرګ غوښې، الوبالو او ګیلاس او لیمو په څیر د سبزۍ د صادارتو د کچې په لوړولو هم خبرې وشوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه