په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

75453
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د تركيې، آذربايجان او تركمنستان د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو درې اړخيزه سرمشريزه ترسره شوه.

د درېواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سرمشريزې نه وروسته په ګډه خبري غونډه كې ګډون وكړي.

د ايران خبري آژاسن اېرنا پدې اړه ليكلي دي چې د تركيې، آذربايجان او تركمنستان د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په سرمشريزه كې د خزر د حوزې د انرژۍ د موضوع سربېره د يو لړ سيمه ايزو او اړوندو نړيوالو مسايلو په اړه خبرې وكړې. ورځپاڼې ليكلي دي چې درېواړو هېوادونو په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه كې د سيمه ايزو هېوادونو ترمېنځ د همكارۍ د لاريو چارو پر پراختيا باندې خبرې وكړې.

ددې سرمشريزې د پاى په اعلاميه كې راغلي دي چې په سيمه كې د ګواښونو او خطراتو د لمنځه وړلو په موخه بايد د سيمې د ګډ تاريخ او كلتوري ارزښتونو په رڼا كې د درېواړو هېوادونو ځمكنۍ بشپړتيا، ملي حاكميت ، تاريخي او ملي ارزښتونو ته پوره احترام وړاندې شي. په اعلاميه كې همداراز راغلي دي چې د تركيې، آذربايجان او تركمنستان ترمېنځ د سوداګرۍ، انرژۍ، كلتور، ښوونې، علمي څېړنو، روغتيا او سپورټ په برخو كې اړيكې پراختيا ومومي.

تركيې د `` سېرن`` غړيتوب ترلاسه كړ.

د سويس د هېواد د تريبيون دې ژېنېف ورځپاڼې پدې اړه ليكلي دي چې د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير تانر ييلدز څرګنده كړه چې د اروپا د اتومي څېړنو د مركز `` سېرن`` سره يې د غړيتوب تړون لاسليك كړ. په هغه مراسمو كې چې له همدې امله جوړ شوي ول د سېرن عمومي ريس رالف هېيور څرګنده كړه چې دا د تركيې لپاره په علمي ډګر كې لويه لاسته راوړنه ده. د يادولو وړ ده چې تركيې د ۱۹۶۱تم ميلادي كال راهيسې د اروپا د اتومي څېړنو په مركز كې د ناظر هېواد په توګه فعاليت درلود. پدې موده كې ددې مركز لابراتوارونه ۱۱۰ تنو تركي ساينسپوهانو ته پرانيستل شوي ول.

د هيوت ورځپاڼه چې په اتريش كې خپريږي د تركيې د اقتصادي پرمختګ په اړه يو خبر خپور كړى دى چې پكې راغلي دي د تركيه د پراختيا په حال كې د هېوادونو ترمېنځ تر ټولو چتك پرمختګ كوي. د ورځپاڼې د خبر له مخې د تركيې اقتصاد په تېرو ۱۱ كلونو كې په مستقيمه توګه شاوخوا ۱۳۵ ميليارده بهرنۍ پانګه جذب كړې ده. د تركيې اقتصاد چې په كال كې شاوخوا ۵ سلنه وده كوي د نړۍ د چټكو اقتصادي پرمختګ كوونكو هېوادونو په كتار كې ځاى لري.

تركيې تر اوسه پورې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سره د آزادې سوداګرۍ تړونونه لاسليك كړي دي چې پدې دول ددې هېوادونو بازارونو ته يې په مستقيمه توګه لار موندلې ده.

د تركيې نامتو فلم جوړوونكي نوري بيلګه جيلان د كن د فلمونو په ۶۷تم نړيوال فيستيوال كې د سرو زرو د خرما د ښاخ لويه جايزه ترلاسه كړه.

د سويس د هېواد د اېن زيټ زيټ ورځپاڼې پدې اړه ليكلي دي چې د تركيې د سينما د سلمې كليزې په مناسبت نامتو فلم جوړوونكي جيلان د پام وړ برياليتوب ترلاسه كړ. ورځپاڼې ليكلي دي چې دا لويه جايزه د نن نه ۳۲ كاله پخوا د يو بل نامتو فلم جوړوونكي يلماز ګوناى لخوا هم ترلاسه شوې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه