پولنډ د بیلاروس او روسیې سره په پوله کې د خنډقونو او پناه ځایونو جوړولو ته تیاری نیسي

د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوسینیک کامیز وویل چې د  بیلاروس او روسیې د کالینینګراد سیمې سره به  په خپلو پولو کې د خندقونو او پناه ځایونو جوړولو ته چمتووالی نیسي.

2137771

کوسینیک - کامیز رادیو ZET ته په خپل بیان کې، وویل چې دوی د پولنډ او بیلاروس ترمنځ موانع ترمیم او پیاوړي کړي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب چې  ایا پولنډ به د روسیې او بیلاروس سره په پوله کې خندقونه او پناه ځایونه جوړ کړي؟ وویل "هو، ټول پلان لا دمخه چمتو شوی دی."

پولنډ د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بیلاروس په پوله کې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره د  موانعو جوړول پیل کړل. پولنډ د بیلاروس سره د ۵ نیم متر په لوړوالي سره فلزي موانع یا دیوار جوړ کړ چې ۴۰۷ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی وو. ددې فلزي موانعو د جوړولو چارې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳۰ مه نيټه بشپړې شوې.

پولنډ د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د روسیې له کالینینګراد سیمې سره پر خپله پوله د اغزن تار د لګولو کار پیل کړ.

اړوند خبرونه