په اتلانتیک کې د ناقانونه کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د راپورونو له مخې یوه کښتۍ چې د شمالي افریقا له سواحلو څخه د اسپانیا په جنوب لویدیځ کې د کانري ټاپو په لور روانه وه په اتلانتیک اوقیانوس کې ډوبه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۵۱ تنه ناقانونه کډوال لا درکه شوي دي.

د اسپانیا د رسمي خبري اژانس د د کانري ټاپوګانو ساحل ساتونکو سرچینو له قوله ویلي دي چې ، یوه کښتۍ چې غیر ناقانونه کډوال پکې سپاره وو د کانري ټاپوګانو له ډلې څخه د ایل هیرو څخه شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره لرې ډوبه شوه.
د نوموړې کښتۍ د ډوبیدو خبر ساحل ساتونکي ته د راډیو له لارې د "بیسکیډي" په نوم د تیلو ټانکر لخوا ورکړل شوی و چې له برازیل څخه د اسپانیا کارټاګینا بندر ته روان و.
ویل شوي، چې د اسپانیا ساحلي ګارد سیمې ته یوه کښتۍ او یوه چورلکه استولې. د ژغورنې ډلې هغه ۹ کډوال یې ژغورلي، چې د ډوبې شوې کښتۍ یوه کوچنۍ برخه چې د اوبو د پاسه وه د هغه پورې ځانونه نښلولي وو. ویل کیږي پدې پیښه کې ۵۱ تنه لا درکه دي.
د اسپانیوي مقاماتو په وینا ژغورل شوي کډوال ټول نارینه دي. ژغورل شوو کډوالو ویلي دي دوی شاوخوا دوه ورځې پدې ډول په بحر کې ځانونه ژوندي ساتلي وو او د مرستې په تمه وو. هغوې ویلي دي چې په کښتۍ چې ټولټال ۶۰ تنو شتون درلود چې ۹ تنه يي ژغورل شوي او ۵۱ تنه نور لا درکه شوي دي.
ویل کیږي د ژغورل شوو کډوالو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.