فنلنډ ویلي دي ، دوی کولای شي په اوږدمهال کې اوکراین ته سرتیري واستوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ایلینا والتونین ویلي، چې دوی کولای شي په اوږدمهال کې اوکراین ته ځواکونه واستوي.

2122746
فنلنډ ویلي دي ، دوی کولای شي په اوږدمهال کې اوکراین ته سرتیري واستوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ایلینا والتونین ویلي، چې دوی کولای شي په اوږدمهال کې اوکراین ته ځواکونه واستوي.

والټونین د فایننشل ټایمز سره په مرکه کې وویل:

"اوس د ځواکونو د لیږلو وخت نه دی او موږ هم نه غواړو چې په دې پړاو کې پر دې موضوع خبرې وکړو. مګر په اوږد مهال کې، البته، موږ نشو کولی چې هیڅ احتمال رد کړو."

والتونین د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون هغه کړنلاره هم تصویب کړه چې له اوکراین سره د لویدیځ د ملاتړ د محدودیت په اړه ناڅرګندتیا رامنځته کوي.

د مارچ په میاشت کې ماکرون دا هم وویل چې اوکراین ته د عسکرو د استولو انتخاب ممکن دی.

خو له دې څرګندونو وروسته د ناټو اکثرو غړو هیوادونو ویلي چې دوی د سرتیرو د لیږلو پلان نه لري.

د بالتیک هیوادونو او پولنډ د ماکرون د نوښت ملاتړ وکړ.

وروسته، د روسیې د بهرنیو استخباراتو خدماتو راپور ورکړ چې فرانسه چمتو ده چې اوکراین ته دوه زره سرتیري واستوي، او کرملین خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې به "نه جبرانیدونکي" پایلې ولري.



اړوند خبرونه