په مسکو کې د تیرې جمعې د خونړي برید له امله د مړو شمیره ۱۳۹ تنو ته لوړه شوه

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د تیرې جمعې په ماښام د کنسرت په تالار د تروریستي برید له امله د وژل شویو شمیر ۱۳۹ تنو ته لوړ شو.

2120462
په مسکو کې د تیرې جمعې د خونړي برید له امله د مړو شمیره ۱۳۹ تنو ته لوړه شوه

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د تیرې جمعې په ماښام د کنسرت په تالار د تروریستي برید له امله د وژل شویو شمیر ۱۳۹ تنو ته لوړ شو.

د روسیې د تحقیقاتي کمیټې مشر الکساندر باسترکین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د تروریستي برید  د ارزونې په غونډه کې خبرې وکړې.

هغه د دې په بیانولو سره چې ترهګر د ماسخوتن  ۷ بجو او ۵۸ دقیقو د کنسرټ تالار  ته ننوتل او په ۸ بجو او ۱۱ دقیقو له ودانۍ څخه ووتل. باسترکین وویل چې نیول شوي بریدګر په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

باسترکین وویل، د برید په پایله کې ۱۳۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵ تنو هویت يي تثبیت شوی دی. په وژل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي.

الکساندر باسترکین وویل چې په برید کې ۱۸۲ تنه ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۲۲مه ماسخوتن مهال په پلازمینه مسکو کې د کنسرت په یوه تالار ترهګریز برید وشو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو فلمونو کې لیدل کیږي چې بریدګر په تالار کې په اتوماتیک ډوله وسلو هر لورې ته  ډزې کوي

په داسې حال کې چې د دغه برید مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی د برید په تړاو ۷ تنه نیول شوي دي.


پيوندونه: #برید , #مسکو , #روسیه

اړوند خبرونه