د امریکا د مریلنډ په ایالت کې د یو پل سره د کښتۍ د ټکر له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د امریکا د مریلنډ ایالت په بالتیمور ښار کې د فرانسیس سکاټ کلی پل د یوې لویې کښتۍ له ټکر وروسته ونړېد.
د امریکا د مریلنډ ایالت په بالتیمور ښار کې د فرانسیس سکاټ کلی پل د یوې لویې کښتۍ له ټکر وروسته ونړېد.
د ویلو ده چې د امریکا په ځايي وخت د شپې په یوه بجه او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې یوه لویه بار وړونکې بیړۍ د پله له یوې ستنې سره ټکر شوه.
له پيښې وروسته په کښتۍ کې اور لګیدنه رامنځته شوه.
ویل کیږي پدې پيښه کې د ۲ عشاریه ۵۷ کیلومتره اوږد پل یوه برخه ونړېده، په پل باندې د تیریدو په حال کې ډیری موټرې لاندې اوبو ته ولویدلې.
د میریلینډ د ترانسپورت ریاست لخوا په یوه بیان کې راپور ورکړل شوی چې د فرانسس سکاټ کیلي پل ته تلونکي ټول سړکونه په دواړو خواوو کې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
چارواکو ویلي چې د لږ تر لږه ۲۰ لا درکه شوو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي چې ګمان کیږي په اوبو کې ډوب شوي وي.
ویل کیږي دا پل د اوبو د سحطې نه ۵۶ متر لوړ وو. په پل باندې به د ورځې ۱۱ میلیونه موټرو ټګ راتګ کولو.