روسیې jتیره شپه او نن سهار د اوکراین پر پلازمینه کیف د بالستیک توغندیو برید وکړ.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو په خپور کړي بیان کې ویلي چې د روسیې پوځ په تیرو پنځو ورځو کې د دریم ځل لپاره پر کیف د بالستیک توغندیو برید کړی دی.
روسیې تیره شپه او نن سهار د اوکراین پر پلازمینه کیف د بالستیک توغندیو برید وکړ.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو په خپور کړي بیان کې ویلي چې د روسیې پوځ په تیرو پنځو ورځو کې د دریم ځل لپاره پر کیف د بالستیک توغندیو برید کړی دی.
"دښمن د شپې د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا کې د کریمیا له اشغال شوې خاورې څخه ۲ بالستیک توغندي وتوغول. دواړه توغندي زموږ د هوايي دفاعي سیستم له خوا له منځه یوړل شول."
پوپکو ویلي، چې د نوموړو توغندیو پارچې د پچرسک ، سولومن، دنیپرو او ګلوسیف ولسوالیو کې په یو شمیر ودانیو لګیدلي دي چې د پام وړ زیانونه رامنځته کړي دي. هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې دغه برید د ۹ «شاهد» ډوله بې پیلوټه الوتکو په مرسته ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو ۸ الوتکې د میکولایف او اودیسا په سیمو کې ویشتلې دي.
له بلې خوا د اوکراين د جنوبي دفاعي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې روسيې په ميکولايف او اوديسا سيمو کې د توغنديو او ډرون الوتکو بريدونه کړي دي.
"دښمن د میکولایف په سیمه کې د انرژۍ پر یوه مرکز برید کړی، چې وروسته دې مرکز اور اخیستی وو چې د اور وژونکو له خوا په چټکۍ سره اور و وژل شو. په پیښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی."
په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې په ميکولايف کې د بې پيلوټه الوتکې د لګیدو له امله يو کور ويجاړ شوى، د پيښې په ځاى کې اور لګیدنه او چاودنه رامنځته شوې چې له امله يي د شاوخوا کورونو ښيښې ماتې شوې. پدې برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
دا ویل شوي چې د ډرون الوتکو په بریدونو کې د اوډیسا په سیمه کې د انرژي تاسیسات زیانمن شوي . همداشان د انرژۍ په تاسیساتو کې د اورلګیدنې له امله د شاوخوا سیمو د برښنا جریان پرې شوی دی. سیمې ته د برښنا د ورکولو په موخه چارې پيل شوي دي.