امریکا د حماس په اړه د قطر نه مهمه غوښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر پر حکومت غږ کړی چې د حماس  لخوا  په غزه کې د روانې جګړې د مخنیوي په موخه د بندیانو د تبادلې او اوربند په اړه  د توافق د نه کولو په صورت کې د حماس ټول مشران د پلازمینې دوحې نه وشړي.

2118959

د CNN د خبر له مخې امریکايي چارواکو ویلي چې وزیر بلینکن حماس ته دا پیغام ورکړی چې که د غزې په تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د  اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو او اوربند په اړه موافقه ونه کړي نو له دوحې څخه د شړولو له خطر سره به مخامخ شي.

چارواکو ویلي چې بلینکن دغه پیغام د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ته د مارچ په پنځمه په واشنګټن کې په غونډه کې رسولی  دی.

امریکايي چارواکو ویلي، قطر چې له واشنګټن سره د اوربند د هوکړې په هڅو کې د منځګړیتوب رول لوبولی، «پیغام یې درک کړی او لوی غبرګون یې نه دی ښودلی».

د یادونې وړده چې دا معلومه نه ده چې ایا قطري چارواکو دا خبرداری د حماس مشرانو ته رسولی که نه.

امریکا، قطر او مصر د اسرائیلو او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې او اوربند د هوکړې په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبوي.

پيوندونه: #حماس , #قطر , #امریکا

اړوند خبرونه