پولنډ هیواد ته د اوکراین د کرنیزو توکو په وارداتو باندې بندیز ولګو
د پولنډ د کرنې وزارت او مظاهره کوونکو بزګرانو ترمنځ د خبرو اترو نه وروسته د پولنډ له لارې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو په لیږد بندیز لګولو پریکړه وشوه.
د پولنډ د کرنې وزارت او مظاهره کوونکو بزګرانو ترمنځ د خبرو اترو نه وروسته د پولنډ له لارې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو په لیږد بندیز لګولو پریکړه وشوه.
د پولنډ د کرنۍ د وزارت مرستیال مایکل کولودزیچاک په یو بیان ویلي دي چې دا پریکړه به د پولنډ او اوکراین تر منځ د سوداګرۍ د مقرراتو په اړه د موافقې تر لاسلیک کیدو پورې نافذ وي.
"نن ورځ ترټولو مهمه خبره دا ده چې د پولنډ او اوکراین ترمنځ د سوداګرۍ مقرراتو موافقه وشي."
پولنډي رسنۍ راپور ورکوي چې د ټرانزیټ بندیز به د اپریل له لومړۍ نیټې څخه نافذ شي.
د بندیز سربیره، تمه کیږي چې کروندګرو ته د سبسایډي په نښه شوي ویش ډاډمن کولو لپاره اقدامات وشي او مقررات به د اروپایي اتحادیې د "شنه تړون" په چوکاټ کې معرفي شي.
د ویلو ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې او اوکراین ترمنځه د ګمرکي وړیا سوداګرۍ د پلي کیدو نه وروسته ، اروپایی هیوادونو ته د اوکراین د کرنیزو توکو صادراتو د پام وړ زیات شول. دا د اوکراین څخه په سرحدي هیوادونو کې د ارزانه کرنیزو محصولاتو راټولیدو لامل شو. دې کار د ځايي کروندګرو ترمنځ نارضايتي رامنځته کړه. د پولنډ، سلواکیا، هنګري، رومانیا او بلغاریا په څیر هیوادونو د کرنې سکتورونه په ځانګړې توګه د نوي سوداګریز رژیم لخوا اغیزمن شول.
د کړکیچ په ځواب کې د اروپایی کمیسیون لخوا اختصاصی اقدامات او وروسته د اوکراین د کرنیزو محصولاتو په واردولو ملی بندیزونه رامنځته شول. کیف د دې بندیزونو او اقداماتو له مخې د کرنۍ نړۍوال سازمان ته شکایت وکړ.
د سوداګریزو محدودیتونو مسله به د اوکراین او پولنډ ترمنځ د خبرو اترو یو له مهمو مسلو څخه وي چې د مارچ په ۲۸ په وارسا کې ترسره کیږي.