د جرمني ۷۵ سلنه خلک پدې باور دي چې ددې هیواد وسله وال پوځ د هیواد د دفاع توان نلري

په آلمان کې ۷۵ سلنه خلک فکر کوي چې د آلمان وسله وال ځواکونه  د هیواد د دفاع توان نه لري.

2117386
د جرمني ۷۵ سلنه خلک پدې باور دي چې ددې هیواد وسله وال پوځ د هیواد د دفاع توان نلري

په آلمان کې ۷۵ سلنه خلک فکر کوي چې د آلمان وسله وال ځواکونه  د هیواد د دفاع توان نه لري.

د عامه افکارو د سروې له مخې چې د فوکس مجلې لپاره د Civey څیړنیز شرکت لخوا د مارچ په ۱۱ او ۱۲ مو نیټو  کې ترسره شوې، له ۵ زره ۱۳ کسانو نه مخامخ نظرپوښتنه شوې ده د آلمان ۷۵ سلنه خلک پدې باور دي چې ددې هیواد وسله وال پوځ د هیواد د دفاع توان او قابلیت نلري.

د هغو کسانو کچه چې د آلمان په اردو باندې باور لري یواځې ۱۰  سلنه ښودل شوې، او د هغو کسانو کچه چې  پدې اړه يي هیڅ فکر نه درلود ۱۵ سلنه وو.

په سلو کې ۶۹ ګډون کوونکي پدې باور دي چې په راتلونکي کې باید  وسله وال پوځ ته لا جدي مالي امکانات په اختیار کې ورکړ شي.

نږدې دوه پر دریمه برخه (۶۴ سلنه) آلمانان پدې باور دي چې باید  د هیواد  "د ناخالص کورني تولید له ۲ سلنې څخه ډیر په دایمي توګه دفاعي برخو  باندې په مصرف ورسیږي."

پداسې حال کې چې په سلو کې ۶۴ آلمانان پدې نظر دي چې هیواد باید "اجباري نظامي خدمت بیا پیل کړي،" ۶۸ سلنه په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات "د آلمان امنیت ته ګواښ" ګڼي.

پدې سروې کې ۴۵ سلنه د آلمان وګړي پدې باور دي چې هیواد يي باید اټومي وسلې ونه لري خو  ۲۲ سلنه  په دې باور دي چې هیواد باید "حتما اټومي وسلې ولري."

همداشان ۵۷ سلنه المان وګړي پدې باور دي چې د جګړې د پیلیدو په صورت کې جګړه کولی نشي. همداشان د هغه کسانو کچه چې وايي مونږ کولی شو چې وجنګیږو ۲۲ سلنه ده.


پيوندونه: #سروې , #پوځ , #جرمني

اړوند خبرونه