شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ سمندر) په لور درې بالستیک توغندي توغولي دي.
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت د ماښام د په ۷ بجو او ۴۴ دقیقو او ۸ بجو او ۲۲ دقیقو ترمنځ د جاپان سمندر په لور درې بالسټیک توغندي وتوغول.
شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ سمندر) په لور درې بالستیک توغندي توغولي دي.
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت د ماښام د په ۷ بجو او ۴۴ دقیقو او ۸ بجو او ۲۲ دقیقو ترمنځ د جاپان سمندر په لور درې بالسټیک توغندي وتوغول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له پلازمېنې پیونګ یانګ څخه توغول شوي توغندي څه د پاسه ۳۰۰ کیلومتره واټن وهلو نه وروسته او د جاپان په سمندرګي کې لوېدلی دی.
په بیان کې دا ازمایښتونه په کلکه غندل شوي او یادونه یې کړې چې دا توغندي "ښکاره پاروونکی " عمل دی. دا ټول اقدامات "د کوریا په ټاپو وزمه کې سوله او ثبات په جدي توګه ګواښي."
د جاپان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د شمالي کوریا توغندی تر ۵۰ کیلومترو ارتفاع ته رسیدلي دي او د جاپان له ملي ځانګړي زون څخه بهر غورځېدلی دی.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو چې د توغندیو ازموینو په اړه یې سخت غبرګون وښود ،د پارلمان په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې ، د شمالي کوریا دا عمل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.
لومړي وزیر کیشیدا وویل چې دا ازمایښتونه د منلو وړ ندي .
هغه وويل "موږ دا په کلکه غندو. د شمالي کوريا يو لړ کړنې زموږ د هېواد، سيمې او نړيوالې ټولنې سوله او امنيت ګواښي."
په خبر کې ويل شوي دي چې د توغنديو د لګيدلو په سيمه کې سمندري او هوايې عناصرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا پداسې حال کې درې نوي بالستیک توغندي وازمایل چې د مارچ د ۱۸ او شلمو نيټو ترمنځه سویلي کوریا "راتلونکو نسلونو لپاره د ډیموکراسۍ" سرمشریزې کوربه توب کوي. پدې سرمشریزه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ګډون وکړي.
شمالي کوریا وروستی ځل د فبرورۍ په ۱۴مه د دغه هېواد له ختیځ ساحل څخه نوی ډول «پاداسوري-۶» له ځمکې څخه سمندر ته ویشتونکی کروز توغندی ازمایلي وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.