د بورکینا فاسو په ختیځ کې پر یوه جومات په برید کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بورکینا فاسو د اسلامي ټولنې د فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه  کې راغلي چې د فبرورۍ په ۲۵مه د ناتابواني په ښار کې پر یوه جومات د نامعلومو وسله والو له خوا برید شوی دی.

2108299

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې د امام په ګډون ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د فبرورۍ په ۲۵مه د دغه هېواد په ختیځ کې د ایساکان ښار په یوه کلیسا کې د یکشنبې په ورځ د عبادت پر مهال برید وشو او ۱۵ کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې په بورکینا فاسو کې د امنیتي بحران له امله له ۲ میلیونو څخه ډیر خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي. د حکومت د معلوماتو له مخې له دغو کسانو څخه یوازې ۱۲۰ زره یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

اړوند خبرونه