په امریکا کې یو تن سرتیري د فلسطین نه ملاتړ په موخه د اسرائیلو سفارت مخې ته ځان ته اور ورته کړ

په امریکا کې یو تن عسکر چې یونیفورم يي په ځان وو د فلسطین نه د ملاتړ په موخه په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته ځان ته اور واچو.

2107279
په امریکا کې یو تن سرتیري د فلسطین نه  ملاتړ په موخه د اسرائیلو سفارت مخې ته ځان ته اور ورته کړ

په امریکا کې یو تن عسکر چې یونیفورم يي په ځان وو د فلسطین نه د ملاتړ په موخه په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته ځان ته اور واچو.

 پېښه تېره ورځ غرمه مهال رامنځته شوې ده. په پلازمېنه واشنګټن کې یو تن عسکر چې عسکري یونیفورم يي هم په تن وو د اسرائیلو د سفارت مخې ته راغلی او لومړی یې د فلسطین او غزې پر ملاتړ شعارونه ورکړل. هغه وویل چې زه به په غزه کې د اسرائیلو په نسل وژنې کې شریک نه یم. هغه د "آزاد فلسطین" نارې وهلې او وروسته ځان ته اور ورته کړ.

د پولیسو ټیمونو سمدلاسه  مداخله وکړه. ویل شوي دغه کس چې ځان ته اور ورته کړ په روغتون کې بستر شوی و، د امریکا په هوايي ځواک کې یو فعال سرتېری دی او د هغه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه د اسرائیلو د سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

د یکشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا ۱ بجه یو کس د اسرائیلو د سفارت مخې ته ځان ته اور ورته کړ. د هغو عکسونو او فلم کې چې د خبري رسنیو لخوا نشر شوي وو په ښکاره ډول لیدلی شو چې د امریکا یو تن  سرتیری په خپل نظامي یونیفورم کې لومړی لنډې څرګندونې کوې او وايي چې 'زه د امریکا د هوایی ځواک فعال غړی یم. زه به نور د نسل وژنې شریک نه شم. زه په یوه سخته مظاهره وکړم، خو دا د هغو په پرتله چې په فلسطین کې د استعمارګرو په لاس کې ژوند کوي، هیڅ  کومه سخته نه ده. دا هغه څه دي چې زموږ حاکمې طبقې پریکړه کړې ده چې عادي وي.  'هغه ځان ته اور واچاوه.

مخکې ددینه چې عسکر ځان ته اور ورته کړي د استخباراتو یو تن کارکوونکي په هغه غږ وکړ خو هغه ځان ته اور ورته کړ. پدې شیبه کې پولیسو عسکر ته چې ځان ته اور ورته کړی وو د خپلو وسلو میلونه اړولي وو.

خو وروسته یو تن بل سمدلاسه د اور وژنې د سلنډر سره مداخله وکړه او د اور د مړولو هڅه يي وکړه. وروسته د اور وژنې ډلې او پولیسو راغلل او نوموړی سرتیری چې سوځیدلی وو روغتون ته انتقال کړ.

د امریکا د هوايي ځواک ویاند تایید کړې چې دغه کس د امریکا د هوايي ځواک سرتېری دی.



اړوند خبرونه