په بورکینا فاسو کې د یکشنبې د دینې مراسمو پر مهال پر کلیسا وسله وال برید شوی.
په افریقایي هیواد بورکینا فاسو کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې د ورځې د دینې مراسمو پر مهال په برید کې ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ډوري کاتولیک کلیسا لخوا په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې د سهیل سیمې د سینو ایالت په ایساکان کلي کې په کلیسا کې د یکشنبې د دینې مراسمو پرمهال د نامعلومو وسله والو لخوا برید شوی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې هم په بورکینا فاسو کې د امنیتي بحران له امله له ۲ میلیون څخه ډیر خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي. د حکومت د معلوماتو له مخې له دغو کسانو څخه یوازې ۱۲۰ زره یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د بورکینا فاسو لومړي وزیر تیر کال په یوه وینا کې ویلي وو جې د هیواد ۶۵ سلنه خاوره د دولت تر کنټرول لاندې ده.