جوزیف بوریل له مسکو سره په اړیکو کې د اوږدې "تاوتریخوالی دورې" لپاره د چمتووالي غوښتنه وکړه.

د اروپايي اتحادیې عالي استازي جوزپ بوریل د روسیې او اوکراین د اختلافاتو د دوام په صورت کې له مسکو سره په اړیکو کې د اوږدې "تاوتریخوالی دورې" لپاره د چمتووالي غوښتنه وکړه.

2107220

جوزپ بوریل د اسپانيوي ورځپاڼې ایډیال لپاره په خپله لیکلې مقاله کې، په اروپایی اتحادیې غږ کړی چې کیف ته "امنیتي ژمنې" چمتو کړي ترڅو د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین مقاومت زیات کړي.

"اوکراین ته  امنیتي ژمنو سره چمتو کړئ ترڅو په ټولو جبهو کې خپل مقاومت زیات کړي.  پدې باید ټول پوه شي چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب غوره دی. بوریل وویل، "له روسیې سره  چې کیدای شي خپلو ځينو ګاونډیانو سره چې د ناټو سازمان غړیتوب هم لري د سیاسي او پوځي پلوه ځینې ستونزې رامنځته کړي ، په اړیکو کې د اوږدې مودې کړکیچ ته چمتو اوسئ."

بوریل زیاته کړه چې د اروپايي اتحادیې نظامي هڅې باید دوامداره وي. د اروپا په امنیت کې د امریکا ګډون کیدای شي "په راتلونکي کې بدلون  ومومي." دا ټولې مسئلې باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

اړوند خبرونه