په انګلستان کې د مسلمانانو پر خلاف د کرکې پیښې درې چنډه ډیرې شوي دي
د حماس لخوا د اکتوبر په اومه په اسرائیلو د ترسره شوي برید راهیسې په انګلستان کې د مسلمانانو ضد د کرکې پیښې درې چنده زیاتې شوي.
د حماس لخوا د اکتوبر په اومه په اسرائیلو د ترسره شوي برید راهیسې په انګلستان کې د مسلمانانو ضد د کرکې پیښې درې چنده زیاتې شوي.
د ووایه مورې په نوم یوې غیر دولتي موسسې چې د مسلمانانو ضد پېښو او د نفرت جرمونو څارنه کوي، په یوه بیان کې ویلي چې د اکتوبر له اوومې څخه د فبرورۍ تر اوومې پورې په انګلستان کې د مسلمانانو پر ضد ۲ زره ۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
په بیان کې، ویل شوي چې دا شمیره په ۲۰۱۱ کال کې د ( ټیل ماما ) یا ووایه مورې د موسسې له تاسیس راهیسې "په ۴ میاشتو کې د موندلو ترټولو لوړه شمیره" په توګه ثبت شوې.
کله چې قضيې د دوی د ډولونو له مخې وڅېړل شوې، نو څرګنده شوه چې ۵۳۵ يې د ځورونې، ۷۷ تهديد، ۸۳ بريدونه، ۷۹ د ورانکارۍ، ۶۹ د تبعيض، ۳۹ د کرکې او ۱۹ د اسلام ضد خپرونو وې. ویل شوي چې یوه مسلمانه کورنۍ د دوی د کور په دروازه کې د «حماس» په لیکلو سره په نښه شوې ده.
په بیان کې راغلي "په سلو کې ۶۵ په دغو قضیو کې ښځې د بریدونو هدف وې. دا یو ځل بیا ښیي چې انګلستان مسلمانو میرمنو په دې موده کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې تر ټولو سترې قربانیانې دي.
د یادې شوې موسسې مشر ایمان عطا وویل: "د مسلمانانو ضد کرکې دا زیاتوالی د منلو وړ نه دی، او موږ هیله لرو چې سیاسي مشران به دا روښانه پیغام واستوي چې د مسلمانانو ضد کرکه، لکه د یهودیت ضد، زموږ په هیواد کې د منلو وړ نه ده."
عطا د دې خبرې په ټینګار سره چې د نفرت لپاره هیڅ ځای نشته، وویل، " مونږ ټول په خپلو ټولنو او هیواد کې خپل ځان لا باارزښنه او په امن کې د احساس کولو په خاطر د ټولنو ترمنځه باید اړیکې لا ټینګې ، لا پیاوړې او د اعتماد وړ وي. ټولنې دیته جدي اړتیا لري. دا مسئله د بل هر وخت نه نن اړینه اړتیا ده.