ملګروملتونو په غزه کې د سترې قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ

ملګروملتونو سازمان په غزه کې چې د تیرو ۱۳۹ ورځو راهیسې د اسرائیلو د سختو بریدونو لاندې قرار لري‌ د بشري‌ مرستو د نشتوالي‌ له امله د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ.

2106307

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې  لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي‌ دي چې  په غزه کې هره ورځ یو میلیون ماشومان له صدماتو سره مخ دي. په داسې حال کې چې مرستې په ټپه ولاړې دي، خوراکي توکي له منځه تللي سیمه د سترې قحطۍ سره مخ ده.

نوموړې ادارې دې ته په اشارې سره چې د غزې په شمال کې په هرو شپږو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دی، ټینګار وکړ چې میندواره او شیدې ورکونکو میرمنو او همدارنګه ماشومانو د ۱۳۹ ورځو راهیسې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې تر ټولو لوی قیمت پرې کړی دی.

د اسرائیلو پوځ چې د غزې تړانګه یې اشغال کړې ، سیمه یې په درېیو برخو وېشلې ده. په ویشل شویو سیمو کې د اسرائیلي پوځ پوستې شتون لري. د بشردوستانه مرستو په ګډون له دغو نقطو څخه د اسرائیلو له اجازې پرته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

اړوند خبرونه