په وییزویلا کې په یو کان کې د مځکې د ښویدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې

په وینزویلا کې د سرو زرو په یوه ناقانونه کان کې د ځمکې د ښویدو په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوې .

2105783
په وییزویلا کې په یو کان کې د مځکې د ښویدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې

په وینزویلا کې د سرو زرو په یوه ناقانونه کان کې د ځمکې د ښویدو په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوې .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او تر ۱۰۰ زیات کسان تر تر خاورو لاندې شوي او لا درکه دي.

چارواکو ویلي دي چې دا پيښه  د بولیوار ایالت د انګوستورا په ښارګوټي کې د سرو زرو په ناقانونه کان کې رامنځ ته شوې ده.

د پیښې په ځای ته د چورلکې په واسطه د  لټون او ژغورنې ډلې استول شوي دي.

چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې تر اوسه ۳۰ کسانو مړي د خاورو نه راویستل شوي او تر ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي.

د بولیوار ایالت د ښاري امنیت سکرتر اډګر کولینا ریيس  خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې د څیړولو په موخه یو خپلواک کمیسیون سیمې ته استول شوی دی او د پیښې په اړه هراړخیز تحقیقات پیل شوي.

د بله پلوه د وینزویلا رسنیو ویلي دي چې دا پیښه د مځکې د ښویدو له امله رامنځته شوې او د لا درکه شوو کارګرانو دقیقه شمیره معلومه نده.

د بولیوار ایالت، د برازیل سره په پوله کې، د سرو زرو، الماسونو، اوسپنې، بوکسایټ او کولتان بډایه زیرمو سره  پیژندل کیږي.



اړوند خبرونه