وینزویلا او کولمبیا د برازیل د ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د هغه څرګندونو نه  ملاتړ اعلان کړ

وینزویلا او کولمبیا د برازیل د ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د هغه څرګندونو نه  ملاتړ اعلان کړ چې ویلي وو په غزه د اسرائیلو روان بریدونه ، د یهودانو په وړاندې د اډولف هټلر د  نسل وژنې (هولوکاسټ) په څیر دي.

2105366

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو پرون په یوه ټلویزیوني برنامه کې وویل چې د نازي مشر اډولف هټلر "د لویدیځوالو لخوا رامینځته شوی شیطان و."

مادورو وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر لولا وویل، هغه څه چې د اسرائیلو حکومت کوي هغه څه دي چې هټلر د یهودانو پر خلاف کړي وو."

د بله پلوه د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو د ټولنېزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د لولا دا سلوا  د څرګندونو نه ملاتړ وکړ.

پیټرو وویل: "په غزه کې نسل وژنه روانه ده او په زرګونو ماشومان، ښځې او بوډاګان په بې رحمۍ سره وژل کیږي، لولا یوازې ریښتیا ویلي او له حقیقت څخه باید دفاع وشي، که نه نو وحشت به مو له منځه یوسي."

پیترو او مادورو پر اسرائیلو غږ وکړ چې پر غزې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا پر غزې د اسرائیلو نیواک «نسل وژنه» بللې او دا یې د نازي مشر اډولف هټلر له کړنو سره پرتله کړي وو او ویلي وو، چې په غزه کې چې  روان دي دا  «جنګ نه، بلکې نسل وژنه» ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا د برازیل د ولسمشر لولا دا سلوا څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې دا د  "سرې کرښې تیر شوی."

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز د  لولا دا سلوا  لخوا  په غزه کې روانه جګړه د نازي مشر اډولف هټلر له کړنو سره د پرتله کولو په ځواب کې هغه د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ.

د بله پلوه برازیل پرون له تل ابیب څخه خپل سفیر وروسته له هغه د "مشورو" لپاره هیواد ته راوغوښته کله چې اسرائیل ددې هیواد ولسمشر د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ.

اړوند خبرونه