په المان کې پر کډوالو او د کډوالو پر استوګنځایونو بریدونه دوه برابره ډیر شوي
په آلمان کې تیر کال پر مهاجرو او د مهاجرو پر هستوګنځایونو بریدونه د یو کال مخکې په پرتله دوه چنده ډیر شوي دي.
په آلمان کې تیر کال پر مهاجرو او د مهاجرو پر هستوګنځایونو بریدونه د یو کال مخکې په پرتله دوه چنده ډیر شوي دي.
د نوي اوسنابروکر ورځپاڼې د حکومت لخوا د کیڼ اړخي ګوند د مرستیالې کلارا بنګر پوښتنې ته ورکړی ځواب نشر کړی دی.
د خبر له مخې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې د کډوالو پر وړاندې ۱۲۴۸ بریدونه شوي، د ۲۰۲۳ کال ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله په بریدونو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د کډوالو پر وړاندې ۲۳۷۸ بریدونه شوي دي.
تېر کال د کډوالو پر خلاف په ترسره شوو ۳۱۳ د تاوتریخوالي ډک بریدونو کې ۲۱۹ کسان ټپیان شوي دي.
په جرمني کې په ۲۰۲۲ کال کې د کډوالو پر استوګنځایونو ۷۰ بریدونه شوي او دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸۰ ثبت شوی دی.
په خبر کې د نوموړو بریدونو په اړه د بنګر ارزونو ته ځای ورکړ شوی دی. په ارزونو کې راغلي دي چې دا د حیرانتیا خبره نده چې نژاد پرستانو دا جرئت موندلی او په ډیر زړورتیا سره په کډوالو بریدونه کوي.