د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو په جنوبي برخه کې د تورکیې پر مهم رول ټینګار وکړ.
د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو په جنوبي برخه کې د تورکیې پر مهم رول ټینګار وکړ.
ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.
سټولټنبرګ خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې "اروپایي متحدین د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۵ مادې د فعالولو وړاندیز په اړه اندیښمن دي، کوم چې د ناټو د ډله ایزې دفاع وړاندوینه کوي. ایا دا ماده به یوازې د هغو هیوادونو لپاره چې د ناټو سره په کافي توګه مالي او دفاعي مرسته کوي فعالیږي؟ دې مسئلې اروپا کې جدي اندیښنې پارولي دي. دې مسئلې یو ځل بیا اروپا، د "ستراتیژیک خپلواکۍ" په لټه کې کړې ده. اروپا یو ځل بیا د ځانګړي اټومي ظرفیت" په اړه بحثونو پیل شوي دي.، "ایا دا به په اروپا کې د ناټو پای ته رسیدو په معنی نه وي؟" سټولټنبرګ وویل:
"زه د اروپايي متحدینو هرکلی کوم چې په دفاعي برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي. ناټو له څو کلونو راهیسې دا غوښتنه کوي. ناټو هم پر خپلو اروپايي متحدینو غږ کړی چې د لوړ پوړو ظرفیتونو په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي، ترڅو په لوړه کچه د چمتووالي لپاره نور ځواکونه ولري." اوس اروپايي متحدین زمونږ غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي، خو دا ناټو لپاره بدیل نه دی. دا په حقیقت کې د ناټو د پیاوړي کولو لپاره یوه لاره ده. موږ باید د هر هغه عمل نه ډډه وکړو چې اروپا له شمالي امریکا څخه جلا کوي."
سټولټنبرګ دې ته په اشارې سره چې د ناټو په دفاعي لګښتونو کې د غیر اروپايي متحدینو ونډه ۸۰ سلنه ده، وویل: «دا یوازې د منابعو په اړه نه، بلکې د جغرافیې په اړه هم ده، که جنوب ته وګورو، تورکیه هم د اروپايي اتحادیې غړیتوب نه لري، مګر دا زموږ د سویلي برخې لپاره مهم رول په غاړه لري."
سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې په شمال کې د ناروې او آیسلنډ په څېر هېوادونه شتون لري او که څه هم ستر پوځي قدرتونه نه دي، خو د ترانزاتلانټیک پیوستون له پلوه مهم دي . همداشان امریکا، کاناډا او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې د اروپايي ټولنې غړي ندي خو خو د اروپا د امنیت لپاره مهم دي.