پوتین : د اوکراین لخوا ویشتل شوې د روسیې الوتکه د پاتریوت امریکايي توغندیو سره ویشتل شوې

روسیې ویلي دي چې د اوکراین لخوا لنډه موده مخکې ویشتل شوې روسي الوتکه چې د ۶۵ تنو اوکرایني اسیرانو په ګډون ۷۴ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ د امریکا د پاتریوت دفاعي توغندي سره ویشتل شوې ده .

2095955

دا څرګندونې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د مارچ په میاشت کې په ترسره کیدونکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مستقل نوماند په توګه ځان کاندید کړی دی ، په مسکو کې د ټاکنو د مسئوولو استازو سره به لیدنه کې وکړې.

پوتين دلته د خبرو پر مهال تېره اوونۍ په بلګورود سيمه کې د روسيې «ايل-۷۶» ډوله الوتکې د ويشتلو يادونه وکړه، چې د ۶۵ اوکرايني بنديانو په ګډون ۷۴ تنه په کې سپاره وو.

هغه وویل " الوتکه د امریکايي هوايي دفاعي سیستم  پاټریوټ لخوا ویشتل شوې ده. دا مسئله یقیني شوې ده. هغه توغندی چې الوتکه یې په نښه کړې وه د اوکراین د ادارې تر کنټرول لاندې سیمې څخه توغول شوې وه."

هغه د دې په ټینګار سره چې اوکراین د الوتکې د ویشتلو سره یو "جرم" کړی دی. لویدیځ هڅه کوي چې دا پیښه "پټه کړي" او د پیښې په اړه باید نړیواله څیړنه وشي.

اړوند خبرونه