په سویډن کې یوې مسلمانې میرمنې سره د تبعیضي چلند له امله هغې ته د غرامت ورکولو پریکړه شوې.
په سویډن کې یوې مسلمانې میرمنې سره د ترسره شوي تبعیضي چلند له امله هغې ته د غرامت ورکولو پریکړه شوې.
په سویډن کې یوې مسلمانې میرمنې سره د ترسره شوي تبعیضي چلند له امله هغې ته د غرامت ورکولو پریکړه شوې.
په سویډن کې محکمې پریکړه وکړه چې یوې مسلمانې میرمنې ته چې د روغتیایی معایناتو پر مهال یې د حجاب د لیرې کولو غوښتنه شوې وه، هغې سره د ترسره شوي تبعیض له امله هغې ته د ۶۲۰۰ ایرو د غرامت ورکولو پریکړه وکړه.
د سویډن د تبعیض د عامه تفتیش ادارې لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د اپسالا په ښار کې یوې مسلمانې میرمنې د غاړې درد شکایت سره روغتیایی مرکز ته مراجعه وکړه . ډاکټر د نوموړې مسلمانې میرمنې نه د هغه د حجاب او زړوکې د لرې کولو غوښتنه وکړه.
نوموړې مسلمانې میرمنې چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۲ د ډاکټر د تبعیض سره مخامخ شوې وه پیښه د تبعیض عامه تفتیش ادارې ته انتقال او شکایت يي درج کړ.
" په ترسره شوو تحقیقاتو کې دا معلومه شوه ، سره ددې چې د ښځې حجاب یا زړوکي چې د هغه د ناروغۍ سره هیڅ کوم تړاو نه درلود خو ډاکټر د هغه نه د حجاب د لرې کولو غوښتنه کړې چې دا د هغه سره ښکاره تبعیض شوی دی . موږ پریکړه وکړه چې د اپسالا ښاروالۍ چې دا روغتیایی مرکز ورپورې تړاو لري باید نوموړې ښځې ته ۶۲۰۰ ایرو تاوان ورکړي.
د اپسالا ښاروالۍ د نوموړې پریکړې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .