روسیه : د اوکراین د جګړې د ګټولو نه وروسته په بالتیک هیوادونو د برید نیت نلرو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هغه ادعاګانې چې ګواکې روسیه به د اوکراین د جګړې د ګټولو نه وروسته ، په بالتیک هېوادونو برید وکړي "بې بنسټه" دي.

2095331
روسیه : د اوکراین د جګړې د ګټولو نه وروسته په بالتیک هیوادونو د برید نیت نلرو.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هغه ادعاګانې چې ګواکې روسیه به د اوکراین د جګړې د ګټولو نه وروسته ، په بالتیک هېوادونو برید وکړي "بې بنسټه" دي.

لاوروف په پلازمېنه مسکو کې د اوکراین د وضعیت په اړه د "ګردې میز" په بڼه د بهرنیو سیاسي نماینده ګیو له استازو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې په مسکو کې د تورکیې سفیر تانژو بلګیچ هم ګډون کړی و.

لاوروف دې خبرې ته په اشارې سره چې لوېدیځو هېوادونو له اوکراین سره مالي مرستې کړې دي، وویل، لوېدیځ تر اوسه له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ډېر مرستې کړي دي.

لاوروف ادعا وکړه چې اوکراین د لویدیځ له خوا مرسته  شوې وسلې نورو هېوادونو ته لېږدوي او له دې لارې پیسې ترلاسه کوي.

"وسلې په ټوله نړۍ کې خپریږي. د لویدیځ لخوا د اوکراین ادارې ته ورکړل شوې وسلې نه یوازې په منځني ختیځ کې د جګړې په سیمو کې کشف شوي، بلکې په فنلینډ، سویډن، ډنمارک، هالنډ او د غزې په تړانګه کې هم لیدل شوي دي. لویدیځ پدې مسئلې سترګې پټوي ."

لاوروف د لویدیځو هیوادونو د هغو څرګندونو په ارزولو سره چې وایي "روسیه به په بالتیک هیوادونو باندې برید وکړي که چیرې د اوکراین په وړاندې جګړه وګټي" لاوروف اشاره وکړه چې د امریکا  ولسمشر جو بایډن هم ورته څرګندونې کړي دي.

لاوروف ټینګار وکړ چې نوموړې  څرګندونې "بې بنسټه" دي او وویل، "هر څوک چې د اوکراین د ځانګړو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې د تاریخ او اهدافو په اړه معلومات ولري پوهیږي چې  دا ډول څرګندونې بې بنسټه دي."

لاوروف د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د "سولې فورمول" د نوښت په ارزولو سره وویل چې دا " د طرفه جادې " په څیر دی او ددې سند مادې د خرافات دي.



اړوند خبرونه